د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته د شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه، چې مشري یې د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع کوله.
په دې ناسته کې د مالي او اداري چارو رییس مولوي مطیعالله مجروح، د سوداګریزو چارو رییس مولوي سید نیک محمد معتصم، د حقوقي او سوداګریزو چارو سلاکارانو، د تدارکاتو، املاکو، سوداګرۍ پراختیا او پانګونې د جلب، د پروژو د تطبیق، کارکوونکو چارو او خدماتو آمرینو او همدا رنګه د کنټرول، پلټنې او پلان مدیرانو ګډون کړی و.
د ناستې په بهیر کې د اجنډا له مخې، د شرکت د کاري لومړیتوبونو اړوند موضوعات تر بحث او ارزونې لاندې ونیول شول او د اجرایوي کمېټې له لوري د اړوندو موضوعاتو په اړه لازمې پرېکړې او لارښوونې وشوې.
د ناستې په پای کې د اجرایوي کمېټې رییس مولوي عبدالرازق رفیع د شرکت د فعالیتونو د ښه والي، د خدمتونو د وړاندې کولو د بهیر د چټکتیا، د چارو د اغېزمنتیا او د کاري پروسو د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ او اړوندو مسوولینو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې. ناسته د دعا په لوستلو سره پای ته ورسېده.
