د ارزاقو امارتي شرکت د درېیو خالي بستونو لپاره مرکه یي(تقریري) آزموینه واخیستل شوه
د ارزاقو امارتي شرکت د سوداګریزو او حقوقي سلاکارانو او همدارنګه د یو پنځم بست د ډکولو په موخه څه موده وړاندې له ۳۲ کسانو څخه تحریري آزموینه اخیستل شوې وه، چې د یادې آزموینې د پوښتنپاڼو له ارزونې او کتنې وروسته هغه کسان، چې لوړې نمرې یې ترلاسه کړې وې د مرکه یي (تقريري) آزموینې لپاره راغوښتل شوي وو.
یاده مرکه یي آزموینه وړمه ورځ د شرکت د مالي او اداري چارو رییس، د سوداګریزو چارو د پراختیا رییس، د آزموینې د کمېټې د غړو او د امارتي شرکتونو لوی ریاست د استازي په حضور کې واخیستل شوه.
د شرکت د کارکوونکو چارو آمریت د معلوماتو له مخې؛ یاده آزموینه د سوداګریزو او حقوقي سلاکارانو د بستونو او همدارنګه د فراه ولایت د ارزاقو مدیریت اړوند د یوه پنځم بست د ډکولو په موخه ترسره شوه، چې ۱۸ تنه پکې برخه وال وو.
د کارکوونکو چارو آمریت د مسؤل په وینا، د مرکه یي آزموینې له ارزونې وروسته به د هر بست تر ټولو لوړه نومره ترلاسه کوونکی شخص به په رسمي ډول په دنده وګمارل شي.
