د ارزاقو امارتي شرکت د سوداګریزو چارو رییس د آسیا سوداګریز مارکېټ له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د سوداګریزو چارو رییس مولوي سید نیک محمد معتصم وړمه ورځ د شرکت اړوند د آسیا سوداګریز مارکېټ له روانو رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.
د دغې لیدنې پر مهال نوموړي د یاد مارکېټ د دننه او بهر بدلونونو، بشپړو شویو کارونو او روانو رغنیزو چارو ارزونه وکړه او د ترسره شویو پرمختګونو څخه یې خوښي څرګنده کړه.
همدارنګه، د شرکت د املاکو آمریت انجنیرعبیدالله کریمي د آسیا سوداګریز مارکېټ د نورو پلان شویو رغنیزو پروژو په اړه له سوداګریزو چارو رییس سره اړین معلومات شریک کړل.
په دې لیدنه کې یو شمېر هټیوالو د یادو رغنیزو چارو ستاینه وکړه او د پاتې کارونو د لا ښه ترسره کېدو په موخه یې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه سوداګریزو چارو رییس ته وړاندې کړل.
د یادونې وړ ده، چې د آسیا سوداګریز مارکېټ رغنیزې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تمه کېږي، چې پاتې چارې به یې هم په ټاکلي وخت بشپړې او پای ته ورسیږي.
