د ارزاقو امارتي شرکت د غوره فعاليتونو د ترسره کولو هڅې ستايل شوي دي

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۱۲:۲۹
T

د تېرو دوه کلونو په شان يو ځل بيا د ارزاقو امارتي شرکت د غوره او پر وخت فعاليتونو چې د دې کال د بنسټيز پلان او اساسي موخو له مخې ښوونيزو، روغتيايي مرکزونو، بنسټونو او ځيني امارتي ادارو ته چې تړونونه ورسره لري، باکيفيته او ارزانه خوراکي توکي لکه لوبيا، دال نخود، وريځې، وچ چاى، غوړي او ترکاري باب شامل دي پر وخت د پروژو د پلي کېدو د ټيم لخوا برابر او لېږدول شوي، چې له امله يې د ښوونيزو او روغتيايي مرکزونو او دولتي ادارو د رضايت او خوښي ښودلو په ترڅ کې د فراه ولایت پوهنتون، د غزني ولایت دپوهنی د ریاست اړونده دارلعلوم او د سرپل ولایت د عامې روغتیا ریاست، د کابل د سرطان د کنټرول ملي پروګرام روغتيايي مرکز او د کابل ولايت ديني مدرسو لخوا ستاينې شوي او دغه شرکت ته يې په معنوي توګه ستاينليکونه ډالۍ کړي دي.

د ارزاقو امارتي شرکت مسولین وایي، چې د سوداګريزو او اقتصادي چارو د پرمختګ لپاره يوه ښه او غوره لار هڅونه او تشويق دى، چې د کړنو پايلې يې مثبتې وي. نو له همدې امله د ارزاقو امارتي شرکت هلې ځلې ستايل شوي دي.

زياتره اقتصادي کار پوهان په دې آند دي، چې د ستاينې او ډالۍ فرهنګ نه يوازې، د شرکت په کړنو اغيزې کوي، بلکې بازارموندنې ته لاره هم پرانيزي.

د ارزاقو امارتي شرکت درې کاله راپه دېخوا د پلازمينې کابل په ګډون د هېواد ولايتونو پوهنتونونو، ښوونيزو بنسټونو، روغتيايي مرکزونو او ځيني دولتي ادارو ته خوراکي توکي برابروي، چې په دې سره يې د هېواد سوداګريز اقتصاد ثبات هم ساتلى او په همدې توګه راتلونکي کالونو کې اوږد مهاله پلانونو باندې کار روان دى.

#دنشراتو مديريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۱:۶
Background image

د پکتیکا پوهنتون استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې، د تېرې اوونۍ په ورستیو کې د پکتیکا پوهنتون مسافرو استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکی توکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس غزني ولایت ته سفر وکړ

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې پنجشنبې په ورځ غزني ولایت ته سفر وکړ.

د دغه سفر موخه د شرکت د اداري چارو، د اړوندو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

د میدان وردګو پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د میدان وردګو ولایت د ارزاقو مدیر سید شمس الدین اکبر وویل، چې وړمه ورځ یې د پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.

د نوموړي په وینا؛ په دغو خوراکي توکو کې ۳۷۲ کیلوګرامه وریجې. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all