د ارزاقو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه ترسره شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۲۰
M

د ارزاقو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه د شرکت په ریاست کې د حمیدالله عبداللهي په مشرۍ ترسره شوه.

په دې غونډه کې د اقتصاد وزارت استازي عبداللطیف یوسفزي، د سوداګرۍ وزارت استازي یعقوبي، د مدیره پلاوي غړو، د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع، د مالي او اداري چارو رییس مولوي مطیع‌الله مجروح، د سوداګریزو چارو د پراختیا رییس مولوي سیدنیک محمد معتصم او همداراز د مالی، تدارکاتو، خدماتو، کارکوونکو، سوداګریزو چارو د پراختیا او جایدادونو آمرینو، د اجرائې، کنټرول، پلټنې، پلان او پالیسۍ مدیرانو ګډون درلود.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه او ورپسې د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویله.

د یادې غونډې په لړ کې د شرکت د بنسټیزو، سوداګریزو او خدماتي فعالیتونو، د مالیاتو د ورکړې او تصفیې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې شول او پرې هر اړخیز بحثونه ترسره شول.

د مدیره پلاوي مشر د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د مالیاتو د ورکړې او تصفیې فعالیت وستایه او دا یې د ملي بودیجې د پیاوړتیا په برخه کې اغېزمن پرمختګ وباله.

د غونډې په اجنډا کې د شرکت د 1405 مالي کال د مالي، سوداګریز او تدارکاتي پلانونه او نور اړوند موضوعات هم شامل وو، چې د مدیره پلاوي له لوري د هر اړخیز بحث وروسته د تائید وړ وګرځیدل.

یاده غونډه د شرکت د لا پرمختګ او د هېواد د ښېرازۍ او ودې لپاره د دعا په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند د یوه باب مغازې د مزایدې غونډه ترسره شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د غونډو په تالار کې د دې شرکت اړوند د یوه باب مغازې د کرایې ورکولو په موخه د مزایدې غونډه ترسره شوه. په یادې غونډه کې د ارزاقو امارتي شرکت،د امارتي شرکتونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۳۷
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس خوست ولایت ته رسمي سفر وکړ

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې اونۍ په وروستیو کې د یوه دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې خوست ولایت ته سفر وکړ. د یاد سفر موخه د شرکت د اداري چارو، بنسټیزو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د بامیانو پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریزو پلان له مخې؛ تېره ورځ د بامیانو ولایت د پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول.

د بامیانو ولایت د ارزاقو مدیر نعمت الله. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all