د ارزاقو امارتي شرکت د ملکیت پر سر د پانګونې اعلان

org_admin
Invest

Publish Date

Closing Date

Location Beside of Central Silo, 3rd District, Kabul - Afghanistan

ارزاقو امارتي شرکت په پام کې لري، چې د عامه او خصوصي مشارکت قانون له مخې؛ د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې، د خپلې اداري ودانۍ مخې ته پر موقعیت لرونکې ۵۹۰ متره مربع ځمکه باندې یو موټر وینځلو ځای (موټر شویي) او شپږ بابه عصري هټۍ (دوکانونه) جوړ کړي.

 اشخاص او شرکتونه، چې په یاد جایداد کې د پانګونې علاقه ولري، نو کولی شي، خپلې طرحې او پروپوزلونه د عامه او خصوصي مشارکت قانون (PPP) له اصولو سره سم؛ د زیاتې پانګونې او لنډمهاله قرارداد پر اساس، د اعلان له نېټې څخه د ۲۸ ورځو په موده کې د ارزاقو امارتي شرکت، چې د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د سیلو ترڅنګ موقعیت لري، د جایدادونو آمریت ته  او یا هم د جوزجان ولایت  د ارزاقو امارتي شرکت مدیریت ته، چې د شبرغان ښار د سرپل بندر نمایندګۍ سره موقعیت لري وسپاري.

مینه ‌وال کولای شي، شرطپاڼه د ټاکلي او بېرته نه ګرځیدو قیمت په بدل کې تر لاسه کړي. د شرطپاڼې تر اخیستلو وروسته د طرحو د څېړنې او  ارزونې له مخې نغدي تضمین هم اخیستل کېږي.

د زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره اړیکه ونیسئ: ۰۲۰-۲۵۱۰۶۴۹

More tenders

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۰:۳۴ Beside of Central Silo, 3rd District, Kabul - Afghanistan
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د ملکیت پر سر د پانګونې اعلان

ارزاقو امارتي شرکت په پام کې لري، چې د عامه او خصوصي مشارکت قانون له مخې؛ د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې، د خپلې اداري ودانۍ مخې ته پر موقعیت لرونکې ۵۹۰ متره مربع ځمکه باندې یو . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۰:۴۲ د مرکزی سیلو ترڅنګ، د کابل ۳یمه ناحیه، کابل
Background image

د داوطلبۍ/مزایدې اعلان;

د ارزاقو امارتي شرکت په پام کې لري، چې د خپل ملکیت اړوند یو باب ګدام او شاو خوا ساحه یې، چې د څرخي پله سیمه کې موقعیت لري، په میاشتنۍ ډول د(۱۲۲۵۰۰) افغانیو په بدل کې په کرایه ورکړي.

اش . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۳۰
Background image

د داوطلبۍ اعلان؛

د ارزاقو امارتي شرکت اراده لري چې خپل (16) باب ګودامونه او شاوخوا ساحه چې د دهمزنګ په سیمه کې د ترافیکو ریاست شاته موقعیت لري، په میاشتني ډول د (12000) افغانیو کرایې په بدل کې کرایه . . .

Back to tenders