د بادغیس ولایت د پوهاند غنضفر روغتیايي علومو انستیتوت ته ۱۸ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۴:۳۷
M

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند دارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ د بادغیس ولایت د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انیستیتوت ته د اړتیا وړ خوراکي توکي لېږدولي دي.

د بادغیس ولایت د ارزاقو مدیر محمد یوسفي په رالېږلي معلوماتو کې ویلي، چې تېره ورځ یې د عامې روغتیا ریاست اړوند د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انستیتوت ته ۱۸ قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.

یوسفي زیاته کړې، چې په دغو توکو کې وریجې، لوبیا، غوړي، د دیګ مساله، شین چای، وچې شیدې او نور اړین توکي شامل دي. د ده په وینا، یاد توکي د کتنې پلاوي په شتون کې د انستیتوت اړوند مسوول ته وسپارل شول.

د یادونې وړ ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د خوراکي توکو د لېږد او وېش بهیر د هېواد په کچه د دې شرکت د ولایتي مدیرانو له خوا په دوامداره توګه څارل او ارزول کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۱:۴۵
Background image

ارزاقو امارتي شرکت د زابل پوهنتون لیلې او د معتادینو روغتون ته خوراکي توکي ولېږدول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، خدمتونو او سوداګریز پلان له مخې، د زابل ولایت پوهنتون لیلیې او د معتادینو د درملنې روغتون ته د اړتیا وړ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۱:۳۸
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته د شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه، چې مشري یې د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع کوله.

په دې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۱:۳۱
Background image

د هلمند ولایت پوهنتون استادانو ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

 د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو خدمتونو ته د ژمنتیا او د مسوولیتونو د ترسره کولو په موخه؛ تېره ورځ د هلمند ولایت پوهنتون مسافرو استادانو ته ۱۴ قلمه خوراکي. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all