د تحویلخانې مدیر
Publish Date
Closing Date
Location
پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان
د دندې عنوان: د تحویلخانې مدیر
اداره: د ارزاقو امارتي شرکت
بست: پنځم
د بست شمېر: ۱
د بست کود: ARZAQ-1404-104
میاشتنی معاش: د شرکت د معاشونو د سکیل مطابق
د کار ځای: کابل
راپور وړاندې کول: د خدماتو آمریت ته
راپور اخیستل: تر خپل اثر لاندې کارکوونکو څخه
د اعلان نېټه: ۱۸/۹/۱۴۰۴
د غوښتنلیک سپارلو د پای نیټه : ۷/۱۰/۱۴۰۴
د دندې موخه (لنډیز)
د اړوندو چارو مدیریت او کنټرول ترڅو ډاډ ترلاسه شي، چې ټول مصرفي او غیرمصرفي توکي په سمه توګه ثبت، جمع بندي او د اسنادو مطابق اجرا کېږي، د فاضل او باقیاتو بیلانس برابرول او د جنس حوالې اجرا کول.
دندې او صلاحیتونه
اړوندې تخصصي دندې:
- د میاشتني، درې میاشتني او کلني کاري پلان ترتیب د اړوند آمریت د پلان په مطابق جوړول.
- د اموالو او توکو ساتنه د تحویلخانې د نورمونو مطابق د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره اجراات ترسره کول.
- د تحویلخانې موجودي، د اسنادو د تطبیق څارنه، ډیپو د ذېرمې او ملکیت د کارتونو سره د شفافیت رامنځته کولو اجراات ترسره کول.
- د فاضل او پاتې بیلانسونو د تنظیم او تطبیق څارنه د معتمدینو اړوند کارتونو سره.
- د یوه کس په نوم د مشابه توکو د تکراري توزیع مخنیوی کول.
- د توکو د ځای پر ځای کولو مدیریت، په ډیپو کې د جنس د ځانګړتیاوو او مقرراتو په پام کې نیول.
- د اخیستل شویو توکو ثبت، فهرست جوړول او د ( (A او B)) په دوه نقلونو کې کارتونه جوړول.
- د ذخیرې او ملکیت د ثبت له کارتونو څارنه او ترتیبول.
- د کارکوونکو، معتمدینو او کاروونکو د جمع بندۍ له کارتونو څارنه.
- د موجودي سندونو څارنه او د توکو د موجودیت تثبیتول.
- د غیرمصرفي توکو احصایه او راپور ورکول اړوندو مسوولینو ته.
- د مختلفو فورمو (ف س 5، ف س 4، ف س 8، ف س 9 او نور) ترتیبول او څارنه یې کول.
- د لیلام د زړو، غیرفعالو او اضافي توکو لپاره (ف س 1، 2، 3) فورمې ترتیبول .
- اخیستل شوی توکي؛ لکه تېل، قرطاسې، اساسو او نورو توکي،سپارل اړوندو دفترونو ته.
- د مصرفي توکو د اسنادو سنجش او محاسبه.
- د اساسو، فرنیچر او قرطاسیو حسابونه راټولول.
- د جنسي مصارفو ارزونه د برابر شوو موادو په مطابق.
- د تحویلخانو او د معتمدینو له خوا د موجودي ځایونو څارنه.
د مدیریت دندې:
- د موجودي او داغمو د توکو د ارزونې او قیمت ټاکلو هیئت د ټاکلو لپاره لازم وړاندیزونه.
- رسمي لیکونه، وړاندیزونه او اړونده مکتوبونه د اړتیا سره سم برابرول او اړوندې ادارې ته لېږل.
- د اونیزو، میاشتنیو، درې میاشتنيو او کلنیو راپورونو ترتیب او وړاندې کول.
- د اړوندو شعبو لپاره اخیستل شوي توکي ترلاسه او حواله کول.
- تر امر لاندې کارکوونکو ته لارښوونې او د دندو ی کنټرول او تنظیمول.
- په دفترونو او کمپیوټر کې د فایلینګ سیستم تنظیمول.
- راپورونه او د دفتر اړوند اسناد ساتل او منظمول.
- د مقاماتو له خوا سپارل شوې نورې دندې د قوانینو او مقرراتو مطابق ترسره کول.
د همغږۍ دندې:
- د اړوندو شعباتو سره همغږي د اړتیا وړ توکو د لست جوړولو لپاره د مصرفي چارت مطابق.
- له نورو برخو سره اړینه همغږي او د جنسي محاسبې د چارو ښه پرمخ بیول.
- د جنسي مصارفو ارزونه د برابر شویو موادو په مطابق.
- د تحویلخانو او د معتمدینو له خوا د موجوده توکو څارنه.
زده کړه، تجربه او مهارتونه
زده کړې:
- لږ تر لږه د لیسانس سند درلودل، په مالي او بانکدارۍ، اقتصاد، سوداګرۍ مدیریت، عامه اداره یا نورو اړوندو برخو کې.
- د ماسټري سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي.
تجربه:
- د لیسانس سند په درلودو سره لږ تر لږه ۲–۳ کاله اړونده برخه کې تجربه لرل.
- د ماسټري سند په درلودو سره لږ تر لږه ۱–۲ کاله اړونده برخه کې تجربه لرل.
مهارتونه:
- پښتو او دري په ملي ژبو خبرې او لیکنې کولو باندې بشپړه مهارت لرل او د انګلیسي ژبې سره بلدتیا درلودل.
- په کمپیوټري پروګرامونو لکه؛ Ms Office، Outlook، QuickBooks او نورو اړوندو سیسټمونو مهارت درلودل.
- مدیرتي او مالي مهارتونه درلودل.
- د نافذه قوانینو لکه د کار قانون، د امارتي شرکتونو قانون، مالیاتي قوانین او د ارزاقو امارتي شرکت اساسنامه باندې پوهاوی درلودل.
- د دولتي او غیردولتي ادارو سره د مسلکي اړیکو ټینګولو وړتیا لرل.
- د افهام او تفهیم وړتیا درلودل.
د غوښتنې سپارلو طریقه:
- مینوال، چې پورتنی شرایط پوره کولی شي، خپل سیوي (CV) د دندې له عنوان او د بست له کود سره په Subject کې د شرکت د کارکوونکو چارو آمریت ته دې تر ۷/۱۰/۱۴۰۴ نیټې پورې لاندې برښنالیک ته واستوي.
jobs@arzaq.gov.af - یادونه: یواځې له هغو کاندیدانو سره به اړیکه نیول کېږي، چې شارټ لیست شي.
د نورو معلوماتو لپاره، د کارکوونکو چارو آمریت سره په دې شمېره اړیکه ونیسئ. 020-2500043