د خوست ولایت د ارزاقو مالي، اداري او املاکو مدیریت
Publish Date
Closing Date
Location
پته: د مرکزي سیلو څنګ ته – دریمه ناحیه کابل، افغانستان
د دندې عنوان: د خوست ولایت د ارزاقو مالي، اداري او املاکو مدیریت
اداره: د ارزاقو امارتي شرکت
بست: پنځم
د بست شمېر: 1
د بست کود: 229 ARZAQ-1404-
میاشتنی معاش: د شرکت د معاشونو د سکیل مطابق
د کار ځای: د خوست ولایت د ارزاقو لوی مدیریت
راپور وړاندې کول: د اړوند ولایت لوی مدیر ته
د اعلان نېټه: ۱۸/۹/۱۴۰۴
د غوښتنلیک سپارلو ورستۍ نیټه: ۷/۱۰/۱۴۰۴
د دندې موخه (لنډیز):
د ارزقو امارتي شرکت په نمایندگۍکې د املاکي، اداري او مالي چارو تطبیق، تعقیب، همغږي او تنظیم
صلاحیت او مسؤلیتونه:
تخصصي دندې:
- د ټولې عایداتي سرچینو (اساسي او غیر اساسي) څخه د ارقامو او جدولونو ترلاسه کول او مرکز ته یې لېږل.
- د مالي، اداري او املاکي چارو تعقیبول او د حسابي دورې طی مراحل کول.
- د شرکت د جایدادونو څخه په نمایندگۍ کې د پآنګونې او عوایدو ګټوره استفاده کول.
- د مالي، اداري او املاکي اسنادونو ترتیبول، ترڅو یو دقیقه احصائیه رامنځته شي.
- د نافذه قوانینو مطابق د اعلانونو خپرول او د مزایده غونډې جوړول، آفرونه ارزول او د کرایه ورکولو اسنادونه د مرکز سره په همغږۍ توګه طی مراحل کول.
- د جایدادونو قراردادونه ترتیبول او د مرکز اړوند څانګو سره شریکول.
- د جایدادونو ساتنه، مراقبت او سالمه استفاده او د قرارداد په پیل کې د جایدادونو ثبتول.
- د جایدادونو عواید د قراردادونو سره سم ټولول او د شرکت په حسابونو کې یې په وخت جمع کول.
- د جایدادونو قراردادونو پیل او پای او د جایدادونو د سوداګریزو موقعیت درجه بندي لپاره د پانګونې هڅې ترسره کول.
- د توکو د تولید او د روغتیا تضمین او د قراردادونو سره سم اړوندې اداري ته سپارل.
مدیریتي دندې:
- د هرې میاشتې، ربعې او کلني پلان ترتیبول او د ادارې د پلان سره سم پرمخ وړل.
- د کارکوونکو حاضري، معاشونو او د هغوی حقوق تنظیمول او راپور یې هره میاشت مرکز ته لېږل.
- د شرکت جایدادونو سره اړوند قوانین او مقررات پلي کول، ترڅو په پروسې کې شفافیت رامنځته شي.
- د لوی (عمومي) مدیریت لخوا د تایید شوو اجراآتو راپور ترتیبول او مرکز ته یې سپارل.
- نورې هغه دندې، چې د لوی مدیریت یا د لوړپوړو مقاماتو لخوا د قوانینو، مقرراتو او اهدافو سره سم ورکول کیږي.
د همغږۍ دندې:
- د شرکت د مالي آمریت سره د احتمالي مالي خطراتو د رفع کولو لپاره همغږي.
- د اړونده څانګو سره د ښې همغږۍ کول، چې په چارو کې کوټلي پرمختګونه رامنځته شي.
زده کړې، تجربې او مهارتونه:
تحصیلي کچه:
- لږ تر لږه د لیسانس سند لرونکو لپاره د اقتصاد، اداره، سوداګرۍ، عامه پالیسي، عامه اداره، حقوق او سیاسي علوم او یا د پست اړوند نورو برخو کې.
- د ماسټرۍ سندلرونکو ته د پست لپاره ترجیح ورکول کیږي.
تجربې:
- لږ تر لږه یو تر دوه کاله د اړوند دندې سره تړاو لرونکې تجربه د لیسانس لپاره.
نور مهارتونه (کورسونه او روزنیزې پروګرامونه):
- له ملي ژبو (پښتو او دري) څخه بشپړ لوستن او د لیکني مهارت لرل او همدارنګه د انګلیسي ژبې سره بلدتیا درلودل.
- د کمپیوټر په پروګرامونو کې( (MS Office, Outlookمهارت درلودل او نور اړوند کمپیوټر او انټرنیټ پروګرامونه.
- اداري، حسابداري او مدیریتي مهارتونه.
- د هیواد نافذه قوانینو په اړه بشپړ معلومات لکه (د کار قانون، د امارتي شرکتونو قانون، د ارزاقو امارتي شرکت اساسنامه او نور).
- د دولتي او غیر دولتي ادارو سره مسلکي اړیکې ټینګولو وړتیا درلودل.
- د افهام او تفهیم وړتیا لرل.
د نوماندۍ لارښود:
- مینوال، چې پورتنی شرایط پوره کولی شي، خپل سیوي (CV) د دندې له عنوان او د بست له کود سره په Subject کې د شرکت د کارکوونکو چارو آمریت ته دې تر ۷/۱۰/۱۴۰۴ نیټې پورې لاندې برښنالیک ته واستوي.
jobs@arzaq.gov.af - یادونه: یواځې له هغو کاندیدانو سره به اړیکه ونیول شي، چې پورتنی شرایط ولري.
د نورو معلوماتو لپاره، د کارکوونکو چارو آمریت سره په دې شمېره اړیکه ونیسئ. 020-2500043