د سرپل ولایتي روغتون ته د خوراکي توکو اته قلمه ولېږدول شول
د سرپل ولایت د ارزاقو عمومي مدیریت خبر ورکړی چې د یاد ولایت ولایتي روغتون ته د اړتیا وړ د خوراکي توکو اته قلمه انتقال او په رسمي ډول سپارل شوي دي.
د سرپل د ارزاقو عمومي مدیریت مالي او اداري مدیر فضلالدین امید په خپل استول شوي پیغام کې ویلي، یاد توکي پرون ولایتي روغتون ته ولېږدول شول او د معاینې د پلاوو له ارزونې او تأیید وروسته په رسمي توګه د روغتون اړوندو مسؤلینو ته وسپارل شول.
د هغه په وینا، لېږدول شوي توکي عبارت دي له: ۳۰۰۰ کیلوګرامه وریجې، ۲۰۰۰ لیټره غوړي، ۲۰۰ کیلوګرامه شین چای، ۵۰۰ کیلوګرامه لوبیا، ۲۰۰ کیلوګرامه د رومیانو روب، ۱۰۰ کیلوګرامه سره مميز، ۵۰۰ کیلوګرامه بوره او ۱۰۰ کیلوګرامه مالګه. سربېره پر دې، ۹۰۰ کیلوګرامه مایع ګاز هم یاد روغتون ته لېږدول شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د امارتي ارزاقو شرکت له لوري د منعقد شوو قراردادونو له مخې، د هېواد په ټولو ولایتونو کې د خوراکي توکو د اکمالاتو بهیر په منظم ډول دوام لري.
