د هلمند ولایت د ارزاقو لوی مدیر د کار او ټولنیزو چارو ریاست له روزنتون څخه څارنه وکړه؛

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۱۳:۵۳
B

د هلمند ولایت د ارزاقو لوی مدیر مولوي قدرت الله معصوم د کار او ټولنیزو چارو اړوند د امام احمد ابن حبان بستي روزنتون زده کوونکو ته د پخلي او ډوډۍ د برابرولو او وېش پر مهال څارنه وکړه.

مولوي قدرت الله معصوم وویل، چې د ارزاقو مدیریت له مسوولیتونو څخه یو هم د پروژو د ښه تطبیق او په کاري برخو کې د خلاوو ډکول دی، چې له بریالیو کړنو او د ادارو د رضایت سبب ګرځي. نو په همدې اساس، زموږ څارنه او نظارت د ارزاقو له پروژو په مداوم ډول ترسره کېږي.

ښاغلي معصوم ډاډ څرګند کړ، چې د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو اړوند روزنتون ۲۰۰ تنو زده کوونکو ته په وخت او ښه کیفیت د خوړو برابرول، د مسوولینو او زده کوونکو د رضایت او تایید وړ ګرځېدلي دي.

د یادونې وړ ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو له مخې دولتي او نادولتي ادارو ته د اړتیا وړ خوراکي توکو د برابرولو او لیږد پروژه پر مخ وړي، چې د هېواد د ټولو ولایتونو روزنتونونه هم په دې پروژه کې شامل دي.

#د نشراتو مدیریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۴:۲۲
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون ته ۹ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو خدمتونو، فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې، په دې وروستیو کې د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون ته ۹. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۵۳
Background image

د کابل ابو علي ابن سینا طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد روغتون ته ۹ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

 د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، خدمتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ د کابل ابو علي ابن‌سینا طبي زده کړو پوهنتون اړوند علي‌آباد روغتون ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس د لوړو زده کړو له وزیر سره وکتل

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د لوړو زده کړو له وزیر شیخ ندا محمد ندیم سره د دغه وزارت په کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۴:۲۲
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون ته ۹ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو خدمتونو، فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې، په دې وروستیو کې د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون ته ۹. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۵۳
Background image

د کابل ابو علي ابن سینا طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد روغتون ته ۹ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

 د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، خدمتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ د کابل ابو علي ابن‌سینا طبي زده کړو پوهنتون اړوند علي‌آباد روغتون ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۳۴
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس بامیان ولایت ته سفر وکړ

 د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د یوه دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې بامیان ولایت ته سفر وکړ.

د دغه سفر موخه په بامیان ولایت کې. . .