د کابل پولي تخنیک پوهنتون لیلیې ته ۱۳ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۱۱
P

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند دارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ په دې وروستیو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون لیلیې ته ۱۳ قلمه د اړتیا وړ خوراکي توکي لېږدولي دي.

د یاد شرکت د پروژو د تطبیق آمر جان محمد عمري وویل، چې په دغو خوراکي توکو کې؛ ۲۶۸۴۰ کیلوګرامه وریجې، ۱۰۰۶۵ کیلوګرامه مایع غوړي، ۳۵۷۹ کیلوګرامه لوبیا، ۴۴۷ کیلوګرامه نخود، ۲۱۴۷ کیلوګرامه د خوړو مالګه، ۳۴۸۹ کیلوګرامه بوره، ۲۰۱ کیلوګرامه شین چای، ۱۱کیلوګرامه د چای هیل، ۴۰ کیلوګرامه زیره، ۴۰ کیلوګرامه د دیګ مساله، ۲۷ کیلوګرامه کورکمن، ۶۷ کیلوګرامه د قورمې مساله او ۱۳۴۲ کیلوګرامه د بانجان رومی رُوب شامل دي.

عمري زیاته کړه، چې یاد خوراکي توکي د دواړو لوري د کتنې پلاوي په شتون کې د پوهنتون لیلیې اړوند مسوول ته وسپارل شول.

د یادونې وړ ده، چې ارزاقو امارتي شرکت د شویو تړونونو له مخې؛ د هېواد په کچه د پوهنتونونو لیلیو او یو شمېر نورو دولتي ادارو ته خوراکي توکي په منظم ډول لېږدوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۳۸
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه ترسره شوه

د ارزاقو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه د دې شرکت په ریاست کې جوړه شوه، چې مشري یې حمیدالله عبداللهي کوله. په یاده غونډه کې د شرکت پر بنسټیزو، سوداګریزو او خدماتي فعالیتونو، مالي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۲۹
Background image

د سرپل ولایت مقام د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي رییس هڅې وستایلې

د سرپل ولایت مقام له لوري د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع کړنې، هلې ځلې او خدمتونه وستایل شول او نوموړي ته په دې موخه ستاینلیک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۲۰
Background image

د بامیانو ولایت د ورس ولسوالۍ د معتادینو د درملنې روغتون ته ۱۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریز پلان پر دوام؛ د بامیانو ولایت د ورس ولسوالۍ د معتادینو د درملنې روغتون ته د اړتیا وړ خوراکي توکي. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all