فراه ولایت کې د ارزاقو امارتي شرکت جایدادونه؛

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۱۰:۶
F

نن ورځ د فراه ولایت د ارزاقو امارتي شرکت په جایدادونو معلومات وړاندې کوو، چې په دې ولایت کې په کومه اندازه د نوموړي شرکت جایدادونه شته او له دغو ملکیتونو څخه څنګه ګټه اخیستل کېږي!؟

فراه د افغانستان له جنوب لویدیځ ولایتونو څخه دی، چې د ارزاقو امارتي شرکت  په کې کابو ۱۴۰۰۰ متر مربع ځمکه لري، چې د ځمکې په سر ګدامونه او سوداګریزې هټۍ جوړې شوي او د ارزاقو امارتي شرکت لپاره د عوایدو ترلاسه کولو منبع ده.

د ارزاقو امارتي شرکت د معلوماتو له مخې؛ د فراه  ولایت په ښار کې ۷۰ بابه هټۍ موجودې دي، چې په پاخه او د هماغه وخت د خصوصي متشبسینو  له لوري جوړې شوې دي. یادې هټۍ  اوسمهال په کرایه ورکړل شوي، چې عاید یې د شرکت حساب ته جمع کېږي.

د دغه هټیو په محوطه کې د ارزاقو امارتي شرکت ۳ مخکني سمینټي ګدامونه هم موجود دي، چې د شرکت له املاکي جایدادونو څخه دي او یوه خصوصي شرکت ته د قراداد په ډول ورکړل شوي دي.

علاوه پر دې؛ د فراه ولایت په یوه لرې پرتې ولسوالۍ کې هم د ارزاقو امارتي شرکت  پورې یو ټوټه ځمکه اړوندیږي، چې په سر یې یو پخوانی ګدام او د اداري خونې ودانۍ جوړه شوې ده.

ارزاقو امارتي شرکت د هېواد په ټولو ولایتونو کې پراخ جایدادونه لري، چې د اړوند ولایتونو مدیریتونه یې څارنه، کتنه او ساتنه کوي. د ارزاقو امارتي شرکت مسوولین په خپلو نه ستړي کیدونکو هلو ځلو کې هڅه کوي چې د ولس لپاره کاري سهولتونه رامنځته کړي. په دې لړ کې، غواړي خپل جایدادونه د سوداګریزو فعالیتونو لپاره وکاروي تر څو د هېواد اقتصاد وده وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۳۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي کمېټې ناسته ترسره شوه

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته د تېرې پنجشنبې په ورځ د شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه، چې مشري یې د شرکت د مالي او اداري چارو رییس مولوي مطیع الله مجروح کوله.

په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د خالي بستونو لپاره د مرکه یي آزموینې بهیر ترسره شو

د ارزاقو امارتي شرکت مرکزي دفتر د دوو څلورم بستونو او د کاپیسا ولایت د ارزاقو مدیریت اړوند د یوه پنځم بست د ډکولو په موخه څه موده وړاندې تحریري آزموینه اخیستل شوې وه. د یادې آزموینې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۳۱
Background image

د پروان او کونړ پوهنتونونو لیلیو ته خوراکي توکي ولېږدول شول

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، خدمتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ د پروان پوهنتون او د کونړ سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون لیلیو ته خوراکي توکي لېږدولي دي.

د ورکړل شوو. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all