د ملکیت د کرایې داوطلبۍ خبرتیا؛

org_admin
T

Publish Date

Closing Date

Location سلیم کاروان، احمد شاه بابا مېنه پروژه، دولسمه ناحیه، د کابل ښار؛

د ارزاقو امارتي شرکت غواړي یو باب مغازه (چې ترمیم ته اړتیا لري) د سلیم کاروان، احمد شاه بابا مېنه پروژه، دولسمه ناحیه، د کابل ښار په سیمه کې موقعیت لړی، د میاشتني ۵۵,۰۰۰ افغانیو په کرایه ورکړي.

شرایط او جزئیات:

  1. د ګډون وړ کسان: هغه افراد او شرکتونه چې دې ملکیت ته اړتیا ولري او له یاد شوي کرایې زیاتې پیسې ورکولو ته تیار وي، کولی شي په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
  2. د غوښتنلیکونو سپارل: غوښتنلیکونه باید تر دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې وروسته تر ۱۴ ورځو پورې د اماراتي ارزاق شرکت د ملکیتونو مدیریت (د سیلو مرکز ته نږدې) ته وسپارل شي.
  3. په داوطلبۍ کې ګډون: ټول غوښتونکي باید په ټاکلي ځای کې د داوطلبۍ په ورځ په خپله حضور ولري.
  4. د شرطنامې ترلاسه کول: د داوطلبۍ شرطنامه د ټاکلې غیرقابل بېرته ورکولو فیس په بدل کې ترلاسه کېدای شي.
  5. نغدي تضمین: په داوطلبۍ کې د ګډون لپاره د نغدي تضمین وړاندې کول اړین دي.

یادونه: د نورو معلوماتو لپاره غوښتونکي کولی شي د شرکت دفتر ته کابل ښار، د مرکزي سیلو تر څنګه د ارزاقو امارتي شرکت مراجعه وکړي.

 

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۶:۷ پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا

د کونړ ولایت د ارزاقو مدیریت په پام کې لري، چې د عوایدو د زیاتوالي په موخه، خپل اړوند (۲۰۰۰) متر مربع اوسپنیز ګدام، چې د سالار باغ په سیمه کې موقعیت لري، د آزادې داوطلبۍ له لارې په . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۵۴ پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا

د پکتیا ولایت ارزاقو مدیریت په پام کې لري، چې خپل اړوند ملکیت دوه بابه فعالې ودانۍ له یو جریب ساحې سره، چې د ګردیز ښار مستوفیت سوېل لوری ته موقعیت لري، د آزادې داوطلبۍ له لارې په کرایه . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۱۸ پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان
Background image

د انټرنېټ د تدارک لپاره د داوطلبۍ اعلان

د ارزاقو امارتي شرکت، د خپل مرکزي دفتر لپاره د(Microwave) ټکنالوژۍ د (P2P) 25MB  سرعت لرونکي انټرنېټ د برابرولو او تدارک یو کلن تړون ترسره کوي.

د انټرنېټي خدمتونو ټول شرکتونه او . . .

Back to tenders