د ارزاقو امارتي شرکت د اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو له لارې هېوادوالو ته کاري زمینې برابرې کړي دي

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۲:۲۵
1

 د ارزاقو امارتي شرکت د سوداګریزو پلانونو او بنسټیزو فعالیتونو له مخې، سږ کال هم د پلازمېنې کابل او د هېواد د بېلابېلو ولایتونو لپاره ګڼ مهم قراردادونه پلي شوي دي. دا تړونونه، چې د لوړو زده کړو، کار او ټولنیزو چارو، عامې روغتیا او پوهنې وزارتونو سره شوي، چي تر دي مهاله 150 په شاو خاواکي پروژي د کار لانډي دي.  

د یادو قراردادونو پر بنسټ، د ارزاقو امارتي شرکت نه یوازې د هېواد په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې مهم رول لوبولی، بلکې له ۴۰۰۰ تنو هېوادوالو ته یې په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینې برابرې کړې دي.

د ارزاقو امارتي شرکت د تدارکاتو مسؤول وویل، چې سږ کال د شرکت له لوري اړین خوراکي توکي د لوړو زده کړو، پوهنې، کار او ټولنیزو چارو او عامې روغتیا وزارتونو ته رسول شوي او دغه لړۍ لا هم دوام لري.

نوموړي زیاته کړه، چې د کابل ښار او ولایتونو پوهنتونونو، دیني زده کړو دارالعلومونو، روزنتونونو او روغتیایي برخو ته اړین توکي لکه مایع غوړي، وریجې، وچ چای، بوره، لوبیا، نخود، د رومیانو رب او نور تازه خوراکي توکي د یادو وزارتونو د غوښتنو پر اساس اکمال او اړوندو ځایونو ته سپارل شوي دي.

د تدارکاتو مسؤول وویل، چې د ورځنیو اړتیا وړ توکو، لکه غوښه، وچه ډوډۍ، هګۍ او نور ضروري خوراکي مواد، هم د پروژې د تطبیق له لارې د یادو وزارتونو اړوندو مرکزونو ته رسول کیږي.

د تدارکاتو مسؤول وویل، چې د شرکت عواید سږ کال د تېر په پرتله ۶۰ سلنه زیات شوي دي. سربېره پر دې، د عوایدو د لا ډېرو سرچینو ترڅنګ، نږدې ۴۰۰۰ هېوادوالو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار آسانتیاوې برابرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو راهیسې، د ارزاقو امارتي شرکت فعالیتونه د پخوا پرتله ۸۰ سلنه پرمختګ کړی او د شرکت مشرتابه هوډ لري چې دا پرمختیایي بهیر نور هم چټک کړي.

#د_نشراتو_مدیریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د دعوت او ارشاد لوی مدیر خپله دنده پیل کړه

مولوي محمد رمضان عزام د ارزاقو امارتي شرکت د دعوت او ارشاد نوی مدیر په توګه رسماً د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع له ‌خوا د شرکت آمرینو، مدیرانو او کارکوونکو ته ور وپېژندل شو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د ۱۶ ګدامونو د داوطلبۍ غونډه وشوه

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند ۱۶ ګدامونو د کرایې ورکولو په موخه د داوطلبۍ غونډه د دې شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه. په دې غونډه کې درې تنه داوطلبان حاضر وو او د داوطلبۍ په بهیر کې یې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د اجرايوي کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د اجرايوي کمېټې نوبتي غونډه د شرکت د غونډو په خونه کې جوړه شوه. د غونډې مشري د شرکت اجرايوي رييس مولوي عبدالرازق رفيع کوله.

په دې غونډه کې د مالي او اداري. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all