د پکتیکا ولایت د ارزاقو مدیریت چارې ښې روانې دي؛

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۱۴:۲۱
P

د پکتيکا ولايت د ارزاقو مدير فضل الرحمن فضلي په دې وروستیو کې وايي، چې د دوی د اداري چارو بهیر په ښه توګه پر مخ روان دی او په دې پروسه کې د ارزاقو امارتي شرکت د پروژو څارنه هم په منظم ډول ترسره کېږي.

نوموړي زياته کړه،مخکې په دې ولايت کې د ارزاقو مدیریت دفتر لپاره ځانګړې ځای په پام کې نه ٶ نيول شوى، خو اوسمهال د مديريت د رهبرۍ په هلو ځلو د اوبو او انرژۍ ریاست سره د دوه خونو (اطاقونو)قرارداد شوى، چې دا مهال د مديريت اداري چارې په کې ترسره کیږي او د مدیریت لپاره اړین سهولتونه رامنځته شوي دي.

ښاغلي فضلي د پکتيکا ولايت د کار او ټولنيزو چارو اړوند روزنتون سره د تړون په اړه وويل، چې د کال له پيله د خوراکي توکو د رسولو او برابرولو تړون شوى، چې شاوخوا ۱۱۰ بې سرپرسته ماشومانو ته اړین خوراکي توکي پر وخت د ارزاقو مدیریت له څارنې لاندې رسېږي.

د یادونې وړ خبره ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت په ولایتونو کې د خپلو مدیریتونو له لارې بنسټیز فعالیتونه پر مخ وړي او د پروژو څارنه او نظارت هم ترسره کوي.

#د_نشراتو_مدیریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۵:۴۸
Background image

د لغمان ولایت پوهنتون ته ۱۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د لغمان ولایت د ارزاقو مدير وایي، چې ۱۱ قلمه خوراکي توکي د پل څرخي له ګدامونو څخه بار او د دې ولایت پوهنتون ته ولېږدول شول.

د لغمان د ارزاقو مدير زیاتوي، چې په یادو خوراکي توکو کې ۳۳۸۹. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۵:۱۹
Background image

بلخ پوهنتون ته اته قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت له لوري تېره ورځ بلخ پوهنتون ته اته قلمه خوراکي توکي واستول شول.د بلخ ولایت د ارزاقو لوی مدیر محمدکاظم مهدي یار وایي، چې یاد خوراکي توکي د کتنې پلاوي په شتون کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۵:۱۱
Background image

د بدخشان پوهنتون ته اته قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د بدخشان ولایت د ارزاقو امارتي شرکت مسوولین وایي، چې اته قلمه خوراکي توکي د کندز ولایت د ارزاقو شرکت له ګدامونو څخه بار او د بدخشان ولایت پوهنتون ته انتقال شول. دوی زیاتوي، چې یاد. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all