د ننګرهار ولایت د ارزاقو لوی مدیر د امام بخاري له روزنتون څخه لیدنه وکړه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۹:۱۵
Nangar

د ننګرهار ولایت د ارزاقو لوی مدیر ښاغلی محمدنعمان نادر د ارزاقو امارتي شرکت د پروژو د ښه تطبیق او عملي کولو په موخه نن ورځ د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند د امام بخاري روزنتون ته ورغی او د یاد روزنتون د زده کوونکو له خوړو څارنه وکړه.

ښاغلی نادر په داسې حال کې له یاد روزنتون څخه څار او لیدنه وکړه، چې په دې وخت کې د روزنتون زده کوونکو ته د غرمې پخلی او د ډوډۍ وېش لړۍ روانه وه.

د ننګرهار د ارزاقو مدیر وايي، چې په دې څارنه کې د روزنتون مسوولین هم شتون درلود او د ارزاقو امارتي شرکت د پروژو د ښه تطبیق په اړه یې ډاډ څرګند کړ. ښاغلي نادر وویل: تر دې دمه د ننګرهار ولایت اړوند روزنتون د پروژې په پلي کولو کې کوم خنډ او ځنډ نه دی رامنځته شوی او د روزنتون مسوولین د ارزاقو امارتي شرکت د پروژوي چارو خوښ دي.

ښاغلی نادر همدارنګه زیاته کړه؛ د ارزاقو امارتي شرکت د موجودو پروژو تطبیق او عملي کول په دې ولایت کې د مدیریت تر څارنې لاندې پر مخ ځي، چې په دې پروژو کې د خوراکي توکو لېږد او اکمالول شامل دي.

د یادو وړ ده، چې په یاد روزنتون کې کابو ۳۴۰ تنه بې سرپرست ماشومان په زده کړو بوخت دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د دعوت او ارشاد لوی مدیر خپله دنده پیل کړه

مولوي محمد رمضان عزام د ارزاقو امارتي شرکت د دعوت او ارشاد نوی مدیر په توګه رسماً د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع له ‌خوا د شرکت آمرینو، مدیرانو او کارکوونکو ته ور وپېژندل شو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د ۱۶ ګدامونو د داوطلبۍ غونډه وشوه

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند ۱۶ ګدامونو د کرایې ورکولو په موخه د داوطلبۍ غونډه د دې شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه. په دې غونډه کې درې تنه داوطلبان حاضر وو او د داوطلبۍ په بهیر کې یې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د اجرايوي کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د اجرايوي کمېټې نوبتي غونډه د شرکت د غونډو په خونه کې جوړه شوه. د غونډې مشري د شرکت اجرايوي رييس مولوي عبدالرازق رفيع کوله.

په دې غونډه کې د مالي او اداري. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all