د ارزاقو امارتي شرکت اداري غونډه ترسره شوه؛

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۰:۵۸
Met

د ارزاقو امارتي شرکت د فعالیتونو د لا ښه ‌والي، خدمتونو ته آسان لاسرسی او خلکو ته د اغېزمنو چوپړتیاوو د وړاندې کولو په موخه اداري غونډه ترسره شوه. یاده غونډه د شرکت د اجرائیوي رییس ښاغلي مولوي عبدالرازق رفیع تر مشرۍ لاندې جوړه شوه.

په غونډه کې د شرکت د مالي او اداري چارو رییس مولوي مطیع‌الله مجروح، د سوداګریزو چارو رییس محمد امین صاحبزاده، د بېلابېلو برخو آمرینو او مدیرانو ګډون کړی وو.

غونډه د سپېڅلي قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. وروسته د سوداګریزو چارو، د پروژو د تطبیق، املاکو او د کارکوونکو د چارو آمرینو او مدیرانو په خپلو برخو کې راپورونه، نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل.

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس ښاغلي مولوي عبدالرازق رفیع د شرکت د چارو د پرمختګ او لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې. نوموړي ټینګار وکړ، چې د چارو چټکتیا او بریالیتوب یوازې د صداقت، رښتینولۍ او ژمنتیا له لارې شونې دی. هغه د شرکت له ټولو کارکوونکو وغوښتل، چې خپلې دندې د هېوادوالو د هوساینې او سوکالۍ لپاره په رښتنولي او صداقت سره ترسره کړي.

ښاغلي رفیع زیاته کړه، چې د ورورګلوۍ او همکارۍ فضا باید پیاوړې وساتل شي، ترڅو د چارو د پرمختګ پر وړاندې هېڅ ډول خنډ یا ځنډ رامنځته نه شي او د خلکو ستونزو ته پر وخت ځواب وویل شي.

د غونډې په پای کې؛ یو شمېر وړاندیزونه او غوښتنې ومنل شوې او پر نورو موضوعګانو هم لازمې پرېکړې وشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۵:۴۸
Background image

د لغمان ولایت پوهنتون ته ۱۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د لغمان ولایت د ارزاقو مدير وایي، چې ۱۱ قلمه خوراکي توکي د پل څرخي له ګدامونو څخه بار او د دې ولایت پوهنتون ته ولېږدول شول.

د لغمان د ارزاقو مدير زیاتوي، چې په یادو خوراکي توکو کې ۳۳۸۹. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۵:۱۹
Background image

بلخ پوهنتون ته اته قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت له لوري تېره ورځ بلخ پوهنتون ته اته قلمه خوراکي توکي واستول شول.د بلخ ولایت د ارزاقو لوی مدیر محمدکاظم مهدي یار وایي، چې یاد خوراکي توکي د کتنې پلاوي په شتون کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۵:۱۱
Background image

د بدخشان پوهنتون ته اته قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د بدخشان ولایت د ارزاقو امارتي شرکت مسوولین وایي، چې اته قلمه خوراکي توکي د کندز ولایت د ارزاقو شرکت له ګدامونو څخه بار او د بدخشان ولایت پوهنتون ته انتقال شول. دوی زیاتوي، چې یاد. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all