د سرپل ولایت د ارزاقو مدیر له روزنتون څخه څارنه او ارزونه وکړه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۵:۱۱
Sar

 د سرپل ولایت د ارزاقو لوی مدیر ښاغلي فضل‌الدین"امید" د تېرې اونۍ وروستیو ورځو کې د دغه ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند روزنتون څخه څارنه او ارزونه ترسره کړه.

ښاغلي امید څرګنده کړه، چې یاده څارنه هغه مهال ترسره شوه، چې د روزنتون لیلیې زده‌کوونکو ته د غرمنۍ خواړه چمتو شوي وو. نوموړي د خوړو د پخلي د څرنګوالي، تنظیم او د وېش د بهیر له کیفیت څخه خوښي وښوده.

همداراز د ارزاقو مدیر زیاته کړه، چې د روزنتون مسوولینو د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د اړینو خوراکي توکو پر وخت برابرولو، لېږد او د کیفیت د لوړوالي په اړه ډاډ ورکړی دی.

د یادونې وړ ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت پروژې په دوامداره توګه په مرکز او هم په ولایتونو کې د اړونده برخو د مسوولینو له‌ خوا تر څارنې او ارزونې لاندې دي، ترڅو نیمګړتیاو رامنځته نه شي او د کیفیت کچه نوره هم لوړه شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د دعوت او ارشاد لوی مدیر خپله دنده پیل کړه

مولوي محمد رمضان عزام د ارزاقو امارتي شرکت د دعوت او ارشاد نوی مدیر په توګه رسماً د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع له ‌خوا د شرکت آمرینو، مدیرانو او کارکوونکو ته ور وپېژندل شو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د ۱۶ ګدامونو د داوطلبۍ غونډه وشوه

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند ۱۶ ګدامونو د کرایې ورکولو په موخه د داوطلبۍ غونډه د دې شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه. په دې غونډه کې درې تنه داوطلبان حاضر وو او د داوطلبۍ په بهیر کې یې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د اجرايوي کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د اجرايوي کمېټې نوبتي غونډه د شرکت د غونډو په خونه کې جوړه شوه. د غونډې مشري د شرکت اجرايوي رييس مولوي عبدالرازق رفيع کوله.

په دې غونډه کې د مالي او اداري. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all