د داوطلبۍ اعلان

Publish Date
Closing Date
د ارزاقو امارتي شرکت په پام کې لري، چې د خپل ملکیت اړوند دوه بابه ګدامونه او شاو خوا ساحه یې، چې د څرخي پله سیمه کې موقعیت لري، هر ګدام یې په میاشتنۍ ډول د(۱۲۲۵۰۰) افغانیو په بدل کې په کرایه ورکړي.
اشخاص او د شرایطو وړ شرکتونه، چې پورتني جایداد ته اړتیا لري او د زیاتې کرایې ورکولو توان ولري، کولی شي خپل غوښتنلیکونه د دې اعلان د نشرېدو نیټې څخه تر ۱۴ ورځو پورې د ارزاقو امارتي شرکت د املاکو آمریت ته، چې د مرکزي سیلو ترڅنګ موقعیت لري وسپاري او په مزایده کې د ګډون لپاره د ټاکل شوې ورځې په مهال حاضر واوسي.
ترتیب شوې شرطپاڼه د (۳۰۰۰) افغانیو په بدل کې، چې بېرته نه ورکول کیږي ترلاسه او تضمین نغداُ اخیستل کیږي.