د ارزاقو امارتي شرکت له خوا ۱۱قلمه خوراکي توکي د باميانو پوهنتون ليليې ته ولېږدول شول

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۰:۵۴
Bamyan

د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، سوداګریزو پلانونو او د روان مالي کال د منظور شوي پلان له مخې؛ د بامیانو پوهنتون د استادانو لیلیې ته ۱۱ قلمه خوراکي توکي د دې ولایت د ارزاقو مدیریت له خوا ولېږدول شول.

د باميانو ولايت د ارزاقو لوى مدير زمرى لعلى وايي، چې په يادو خوراکي توکو کې ٤٢٧ کيلوګرامه وريجې، ١١٨ کيلوګرامه غوړي،٤٠ کيلوګرامه لوبيا، ٢٩ کيلوګرامه مالګه، ٤٧ کيلوګرامه بوره، ٧ کيلوګرامه نخود، ٣ کيلوګرامه شين چاى، ١ کيلوګرامه د ديګ مصاله، ٥٤٦ ګرامه زيره، ٣٦٤ ګرامه زردچوبه او ٩١ ګرامه د چاى هيل شامل دي.

نوموړی زیاتوي، چې دغه خوراکي توکي د څه باندې یوې میاشتې د لیلیې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره برابر او د کتنې پلاوي په شتون کې د یاد پوهنتون د لیلیې اړوند مسوول ته وسپارل شول.

د یادونې وړ ده، چې تازه خوراکي توکي (میوه او ترکاري) په ورځنۍ توګه د پوهنتون لیلیې او نورو هغو ادارو ته، چې له دې شرکت سره تړون لري لېږدول کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د دعوت او ارشاد لوی مدیر خپله دنده پیل کړه

مولوي محمد رمضان عزام د ارزاقو امارتي شرکت د دعوت او ارشاد نوی مدیر په توګه رسماً د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع له ‌خوا د شرکت آمرینو، مدیرانو او کارکوونکو ته ور وپېژندل شو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د ۱۶ ګدامونو د داوطلبۍ غونډه وشوه

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند ۱۶ ګدامونو د کرایې ورکولو په موخه د داوطلبۍ غونډه د دې شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه. په دې غونډه کې درې تنه داوطلبان حاضر وو او د داوطلبۍ په بهیر کې یې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د اجرايوي کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د اجرايوي کمېټې نوبتي غونډه د شرکت د غونډو په خونه کې جوړه شوه. د غونډې مشري د شرکت اجرايوي رييس مولوي عبدالرازق رفيع کوله.

په دې غونډه کې د مالي او اداري. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all