د بلخ پوهنتون لیلیې ته ۸ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۰:۴۱
B

د بلخ ولایت د ارزاقو لوی مدیر محمدکاظم مهدي یار وايي، چې د تېرې اونۍ په وروستۍ ورځ د دې ولایت پوهنتون لیلیې ته ۸ قلمه اړین خوراکي توکي لېږدولي دي. نوموړي زیاته کړه، چې دغه خوراکي توکي د کتنې پلاوي په شتون کې د پوهنتون لیلیې اړوند مسوول ته وسپارل شول.

نوموړي څرګنده کړه، چې په دغو خوراکي توکو کې ۱۹۳۸کیلوګرامه وریجې، ۵۳۶ کیلوګرامه غوړي، ۲۱۴ کیلوګرامه بوره ،۱.۷ کیلوګرامه زرد چوبه، ۶۶ کیلوګرامه رُب، ۴ کیلوګرام د دیګ مساله، ۵۰۰ ګرامه د چای هیل او ۲ نیم کیلو ګرامه زیره شامل دي.

مهدي یار ټینګار وکړ، چې د بلخ ولایت د ارزاقو امارتي شرکت پروژې په منظمه توګه پرمخ ځي او د ارزاقو مدیریت له خوا په دوامداره توګه څارنه او ارزونه کېږي.

همدارنګه د خوراکي توکو د لېږد د پروسې ترڅنګ؛ مهدي یار ورمه ورځ د بلخ ولایت د هلکانو د روزنتون څخه هم لیدنه کړې. نوموړي د زده‌کوونکو د پخلي، د ډوډۍ د وېش، کیفیت او د پخلنځي د پاکوالي ارزونه کړې او په اړه یې یو لړ سپارښتنې د یاد روزنتون مسوولینو ته وړاندې کړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۳۱
Background image

د پروان او کونړ پوهنتونونو لیلیو ته خوراکي توکي ولېږدول شول

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، خدمتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ د پروان پوهنتون او د کونړ سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون لیلیو ته خوراکي توکي لېږدولي دي.

د ورکړل شوو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د سوداګرۍ سلاکار بست لپاره مرکه یی آزموینه واخیستل شوه

څه موده وړاندې د ارزاقو امارتي شرکت د سوداګرۍ سلاکار د خالي بست د ډکولو په موخه د آزادې سیالۍ له لارې تحریري آزموینه واخیستل شوه، چې د آزموینې د کتونکو پلاوي له لوري ځواب پاڼې و ارزول. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۴۴
Background image

د پکتیکا پوهنتون استادانو ته ۸ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې،  تېرې ورځ ۵۱ تنه مسافرو استادانو ته خوراکی توکي ولېږدول.

د پکتیکا ولایت د ارزاقو مدیریت مالي او اداري مدیر کلیم الله. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all