د سرپل پوهنتون استادانو لپاره ۱۳ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د سرپل ولایت د ارزاقو لوی مدیر فضل الدین امید وویل، چې د تېرې اونۍ په وروستۍ ورځ د دې ولایت پوهنتون استادانو ۱۳ قلمه اړین خوراکي توکي لېږدولي دي. نوموړي زیاته کړه، چې دغه خوراکي توکي د کتنې پلاوي په شتون کې د پوهنتون اړوند مسوول ته وسپارل شول.
نوموړي څرګنده کړه، چې په دغو خوراکي توکو کې ۵۴کیلوګرامه وریجې، ۱۵ کیلوګرامه غوړي،۳.۸ کیلوګرامه لوبیا، ۸۰۰ ګرامه غټ نخود، ۳.۸۴۰ کیلوګرامه د خواړو مالګه، ۳۶۰ ګرامه شین چای، ۶ کیلوګرامه بوره ،۴۸ ګرامه زرد چوبه، ۲ کیلوګرامه رُب، ۱۲۰ګرامه د دیګ مساله، ۱۲ ګرامه د چای هیل، ۷۲ګرامه زیره او ۱۶۸ ګرامه هوږه شامل دي.
امید ټینګار وکړ، چې د سرپل ولایت د ارزاقو امارتي شرکت پروژې په منظمه توګه پرمخ ځي او د ارزاقو مدیریت له خوا په دوامداره توګه څارنه او ارزونه کېږي.