د اجرايوي کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۲:۵۶
Met

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د اجرايوي کمېټې نوبتي غونډه د شرکت د غونډو په خونه کې جوړه شوه. د غونډې مشري د شرکت اجرايوي رييس مولوي عبدالرازق رفيع کوله.

په دې غونډه کې د مالي او اداري چارو رييس مولوي مطیع‌الله مجروح، د سوداګریزو چارو ریيس محمد امين صاحب ‌زاده او د شرکت اړوند بېلابېلو برخو آمرينو او مديرانو ګډون کړی و.

غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه. د اجنډا له وړاندې کولو دمخه اجرايوي ریيس مولوي عبدالرازق رفيع ديني موضوعات مطرح کړل او څرګنده یې کړه، چې د ديني لومړيتوبونو پېژندنه او عملي کول باید له هر څه وړاندې په پام کې ونیول شي او په دې برخه کې باید کوټلي او اغېزمن ګامونه پورته شي.

ورپسې د تېرې ناستې د پرېکړو د تطبیق ارزونه وشوه، چې زياتره پرېکړې مثبتې و ارزول شوې او د پاتې مواردو لپاره د چټکو او مؤثرو اجرااتو سپارښتنې وړاندې شوې.

د غونډې په دوام د مالي، تدارکاتو، املاکو، خدماتو او کارکوونکو چارو آمرینو خپل کاري موضوعات، چې د اجنډا برخه وې غونډې ته وړاندې کړې.

په یاده غونډه کې پر مهمو موضوعاتو پراخ او هر اړخیز بحثونه تر سره شول او په اړه یې اړینې او عملي پرېکړې ونیول شوې.

غونډه د شرکت د لا ښه پرمختګ، د خدمتونو د بهیر د چټکتیا او د شته ستونزو د حل په موخه د مهمو پرېکړو تر نیولو وروسته د دعا په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند د یوه باب مغازې د مزایدې غونډه ترسره شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د غونډو په تالار کې د دې شرکت اړوند د یوه باب مغازې د کرایې ورکولو په موخه د مزایدې غونډه ترسره شوه. په یادې غونډه کې د ارزاقو امارتي شرکت،د امارتي شرکتونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۳۷
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس خوست ولایت ته رسمي سفر وکړ

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې اونۍ په وروستیو کې د یوه دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې خوست ولایت ته سفر وکړ. د یاد سفر موخه د شرکت د اداري چارو، بنسټیزو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د بامیانو پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریزو پلان له مخې؛ تېره ورځ د بامیانو ولایت د پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول.

د بامیانو ولایت د ارزاقو مدیر نعمت الله. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all