د کابل ابو علي ابن سینا طبي زده کړو پوهنتون اړوند علي آباد او ستوماتولوژي تدریسي روغتونونو ته خوراکي توکي ولېږدول شول

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵
A

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، خدمتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ د کابل ابو علي ابن‌سینا طبي زده کړو پوهنتون اړوند علي‌آباد او ستوماتولوژي تدریسي روغتونونو ته د اړتیا وړ خوراکي توکي ولېږدول.

د ارزاقو امارتي شرکت د پروژو د تطبیق آمر جان محمد عمري وویل، چې د تېرې اونۍ په وروستیو کې د شرکت له ګدامونو څخه علي‌آباد تدریسي روغتون ته نهه قلمه او د ستوماتولوژي تدریسي روغتون ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول او د دواړو روغتونونو اړوند مسوولینو ته وسپارل شول.

د نوموړي په وینا، په دغو توکو کې وریجې، غوړي، لوبیا، نخود، بوره، شین چای او نور لومړني خوراکي مواد شامل دي، چې د روغتونونو د غوښتنې او د اړتیاوو د پوره کولو په موخه چمتو او ولېږدول شول.

د یادونې وړ ده، چې ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو پر دوام، د هېواد د پوهنتونونو لیلیو او نورو دولتي ادارو سره د شویو تړونونو له مخې، د اړتیا وړ خوراکي توکي په منظم او دوامداره ډول لېږدوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۱۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه

د امارتي شرکتونو اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي کمېټې نوبتي ناسته تېره ورځ د شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه، چې مشري یې د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع کوله.

په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵
Background image

 د کابل ابو علي ابن سینا طبي زده کړو پوهنتون اړوند علي آباد او ستوماتولوژي تدریسي روغتونونو ته خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، خدمتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ د کابل ابو علي ابن‌سینا طبي زده کړو پوهنتون اړوند علي‌آباد او ستوماتولوژي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۴۷
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع دپنځلس ورځني رسمي سفر په ترڅ کې د هېواد شمال او شمال ختیځو ولایتونو د ارزاقو له مدیریتونو څخه. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all