د غزني ولایت د معتادینو د درملنې ۵۰ بستریز روغتون ته ۸ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند دارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ د غزني ولایت د معتادینو د درملنې ۵۰ بستریز روغتون ته د اړتیا وړ خوراکي توکي لېږدولي دي.
د غزني ولایت د ارزاقو مدیریت له لوري په رالېږلي معلوماتو کې ویل شوي، چې تېره ورځ یې د معتادینو د درملنې ۵۰ بستریز روغتون ته ۸ قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.
د معلوماتو له مخې؛ په دغو توکو کې وریجې، غوړي، بوره، مالګه، رُب، شین چای او نور اړین توکي شامل دي، چې د کتنې پلاوي په شتون کې د یاد روغتون اړوند مسوول ته سپارل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د خوراکي توکو د لېږد او وېش بهیر د هېواد په کچه د دې شرکت د ولایتي مدیرانو له خوا په دوامداره توګه څارل او ارزول کېږي.
