د قرارداد ورکړی خبرتیا:
Publish Date
Closing Date
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت په پام کې لري چې د (9) قلمه تکنالوژیکي وسایلو (کمپیوټر، پرنټر او...) پېرلو پروژې قرارداد له طلحه زبیر لمیټد تجارتي شرکت سره چې د (20275-0101) شمېرې جواز لرونکی دي او اصلي پته یې شهرنو، حاجی یعقوب څلور لاری، کابل، افغانستان د (1948360) یو میلیون او نهه سوه او اته څلویښت زره او دري شپیته افغانۍ په ټولیز قیمت د ARZAQ-NCB/G-3 داوطلبی شمېرې لاندې ورکړي.
هغه حقیقی او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض د دغې خبرتیا د خپريدو له نېټې څخه تر پنځو (5) تقویمی ورځو پورې، په لیکې بڼه له دلایلو سره یو ځای د عقودو قانون سره سم، د مرکزی سیلو تر څنګ په درییمه ناحیه کې د ارزاقو ا مارتي شرکت ریاست ته وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد (لاسلیک) په مانا نه ده او د پورته ذکر شوې مېعاد تر پوره کېدو او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به قرارداد منعقد نشي.
