د ارزاقو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه جوړه شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۵۳
M

 د ارزاقو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه د دې شرکت د غونډو په خونه کې د مدیره پلاوي د رییس حمیدالله عبداللهي په مشرۍ ترسره شوه.

په یاده غونډه کې د سوداګرۍ وزارت استازي مولوي محمداجمل ادریس، د مدیره پلاوي غړو، د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع، د سوداګریزو چارو رییس محمد امین صاحبزاده، د مالي او اداري چارو رییس مولوی مطیع الله مجروح او  د مالي، تدارکاتو، سوداګریزو چارو د پراختیا، جایدادونو آمرینو او د پلان لوی مدیر ګډون کړی و.

غونډه د ټاکل شوې اجنډا له مخې ترسره شوه، چې په کې د شرکت د مرکزي کارکوونکو، ولایتي مدیرانو ستونزې او همدارنګه د شرکت پر فعالیتونو بحث ترسره شو. د غونډې ګډونوالو د موضوعاتو په اړه خپل نظریات وړاندې کړل او د پورتني موضوعاتو لپاره لازمې پرېکړې وشوې.

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع په غونډه کې د شرکت د روانو فعالیتونو، لاسته راوړنو او د اساسي او سوداګریزو پلانونو او موخو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل. همدارنګه نوموړي د چارو د لا ښه والي لپاره یو لړ وړاندیزونه او غوښتنې هم مطرح کړې، چې د مدیره پلاوي له خوا ورته د پاملرنې ډاډ ورکړل شو.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د مدیره پلاوي رییس حمیدالله عبداللهي د شرکت د چارو د لا ښه پرمختګ په تړاو خپلې څرګندونې او وړاندیزونه وړاندې کړل. غونډه د دعايې په لوستلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۳۱
Background image

د پروان او کونړ پوهنتونونو لیلیو ته خوراکي توکي ولېږدول شول

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، خدمتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ د پروان پوهنتون او د کونړ سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون لیلیو ته خوراکي توکي لېږدولي دي.

د ورکړل شوو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د سوداګرۍ سلاکار بست لپاره مرکه یی آزموینه واخیستل شوه

څه موده وړاندې د ارزاقو امارتي شرکت د سوداګرۍ سلاکار د خالي بست د ډکولو په موخه د آزادې سیالۍ له لارې تحریري آزموینه واخیستل شوه، چې د آزموینې د کتونکو پلاوي له لوري ځواب پاڼې و ارزول. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۴۴
Background image

د پکتیکا پوهنتون استادانو ته ۸ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې،  تېرې ورځ ۵۱ تنه مسافرو استادانو ته خوراکی توکي ولېږدول.

د پکتیکا ولایت د ارزاقو مدیریت مالي او اداري مدیر کلیم الله. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all