ارزاقو امارتي شرکت د اړتیا وړ خوراکي توکو په برابرولو او رسولو کې له څلورو ارګانونو سره تړونونه لري؛

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۹:۲۶
M

 ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریزو پلانونو په عملي کولو کې د سږني کال له پیل راهیسې د پوهنې، لوړو زده کړو، کار او ټولنیزو چارو او عامې روغتیا وزارتونو سره د اړینو خوراکي توکو د رسولو تړونونه لري.

د ارزاقو امارتي شرکت دتړونونو له مخې؛ په مرکز او د هېواد ۳۳ ولایتونو اړوندو ادارو ته د اړتیا وړ لس قلمه خوراکي توکي د برابرولو او رسولو مسوولیت لري.

د ارزاقو امارتي شرکت د مسوولینو په وینا د شویو قرادادونو په نوملړ کې وریځې، بوره، لوبیا، دال نخود، چای، د رومیو بانجانو رب او نور شامل دي. همدارنګه د یادو ارګانونو د غوښتنې په اساس د تازه خوراکي توکو لکه سبزي، میوه، غوښه، شیدې او نور هم په ورځني ډول د ارزاقو شرکت لخوا برابریږي.

د ارزاقو امارتي شرکت د مرکز او ولایتونو دپروژو د تطبیق مسوولین وايي، چې څلور وزارتونو اړوند ښوونیزو، روغتیايي او نورو برخو ته د اړتیا وړ خوراکي توکو د شویو قرارداد له مخې د برابرولو مسوولیت لري، چې دپوهنې وزارت اړوند امام ابوحنیفه او د کابل عربي دارالعلوم او  ورسره د شپږو ولایتونو دارالعلومونه شامل دي.

ددغو مسوولینو د څرګندونو په اساس ارزاقو شرکت د لوړو زده کړو وزارت اړوند د پولي تخنیک او مرکزي پوهنتون او همدارنګه ۶ کدري روغتونونو سربېره؛ د عبدالله ابن مسعود مدرسې  او په ولایتونو کې ۶ مدرسو او د۳۰ولایتونو د پوهنتونونو له شپه غالو سره  د اړتیا وړ خوراکي توکو د رسولو قرادادونه درلودلي دي.

په همدې توګه د ارزاقو امارتي شرکت عامې روغتیا وزارت اړوندو روغتونونو او په ۳۳ ولایتونو کې کابو ۴۰روغتیايي او د معتادینو روغتونونو ته خوراکي توکي د کړو قرارداد له مخې رسوي.

د ارزاقو امارتي شرکت د پروژو د تطبیق مسوولین بیا د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند وړکتونونو او روزنتونو سره د خوراکي توکو د تړونونو د درلودو په اړه وايي، چې د پلازمینې کابل په ګډون د هېواد ټولو ولایتونو له کابو ۶ وړ کتونونو او ۳۳ روزنتونونو ته اړین خوراکي توکي برابروي.

د مرکز او ولایتونو د پروژو د تطبیق مسوولین بیا وایي، چې په مرکز کې د یادې پروژې له خوا خوراکي توکي برابر او د اړونده ارګانونو مسوولینو ته سپارل کیږي. په ورته وخت کې  په ولایتونو کې د ارزاقو امارتي شرکت د پروژو د تطبیق ټیم لخوا خوراکي توکي د ارزاقو مدیریتونو ته رسوي، چې هغوی بیا دغه توکي اړوندو مسوولینو ته سپاري.

دا په داسې حال کې دی، چې ارزاقو امارتي شرکت د تېرو درېیو کلونو په ترڅ کې په خپلو چارو کې د پام وړ پرمختګ کړی او دا مهال په خپلو  فعالیتونو کې ۸۰ سلنه ښه والی رامنځته کړی دي.

#نشراتو مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۶:۴۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د ولایتي مدیرانو لپاره دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د هېواد د ۳۳ ولایتونو، د ولایتي مدیرانو لپاره دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ د مدیریتي چارو د ښه والي په موخه د شرکت د غونډو په تالار کې پیل شو.

د ورکشاپ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۶:۴۲
Background image

ارزاقو امارتي شرکت د البیروني پوهنتون لیلیې ته ۵ قلمه خوراکي توکي ولېږدول

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ د کاپیسا ولایت البیروني پوهنتون لیلیې ته د اړتیا وړ پنځه قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.

د کاپیسا ولایت د ارزاقو مدیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۶:۳۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته د شرکت د اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع په مشرۍ ترسره شوه.

په دې ناسته د سوداګریزو چارو د پراختیا رییس مولوي نیک محمد. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all