د هرات پوهنتون لیلیې ته یولس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول
ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو خدمتونو، فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ د هرات پوهنتون لیلیې ته ۱۱ قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.
د هرات ولایت د ارزاقو مالي او اداري مدیر حفیظ الله سلطاني په رالېږلي معلوماتو کې ویلي دي، چې د اړتیا وړ خوراکي توکي د پوهنتون لیلیې ته لېږدولي او د کتنې پلاوي په شتون کې اړوند مسوول ته یې سپارلي دي.
د نوموړي په وینا؛ په دغو خوراکي توکو کې ۹۰۰۰ کیلوګرامه وریجې، ۳۲۰۰ کیلوګرامه غوړي، ۱۰۰۰ کیلوګرامه بوره، ۶۵ کیلوګرامه شین چای، ۱۱۲۰ کیلوګرامه لوبیا، ۲۲۰ کیلوګرامه نخود، ۴۵۰ کیلوګرامه د بانجانو رومیو رُب، ۳ کیلوګرامه د چای هیل، ۲۲ کیلوګرامه د دیګ څلور مساله، ۷۰۰ کیلوګرامه مالګه او ۱۳ کیلوګرامه زیره شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې ارزاقو امارتي شرکت له خپلو ګدامونو څخه د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته خوراکي توکي لېږدوي او اړوندو نمایندګیو ته یې سپاري او وروسته د ادارو د اړتیاوو او غوښتنو له مخې د ولایتي مدیریتونو له لوري ورسول کېږي.
