د ارزاقو امارتي شرکت د درېیو خالي بستونو لپاره آزموینه واخیستل شوه
د ارزاقو امارتي شرکت اړوند د سوداګریزو او حقوقي سلاکارانو او همدارنګه د یو پنځم بست د ډکولو په موخه د وړ او مسلکي کسانو د ګمارنې په موخه لیکلې (تحریري) آزموینه واخیستل شوه.
یاده آزموینه د ارزاقو امارتي شرکت د ټاکلي پلاوي او د امارتي شرکتونو لوی ریاست د استازي تر څارنې لاندې په شفاف ډول واخیستل شوه، چې پکې شاوخوا ۳۲ کسانو ګډون کړی و.
له آزموینې وړاندې د ارزاقو امارتي شرکت د مالي او اداري چارو رییس مولوي مطیع الله مجروح او د سوداګریزو چارو د پراختیا رئیس مولوي سید نیک محمد معتصم د آزموینې د شفافیت او روڼتیا په اړه خبرې وکړې او دواړو ټینګار وکړ، چې آزموینه به په رڼه توګه واخیستل شي، ترڅو کار وړ او مسلکي کسانو ته وسپارل شي.
ورته مهال د ارزاقو امارتي شرکت د کارکوونکو چارو مسوول څرګنده کړه، چې دغه آزموینه د شرکت د سوداګریزو او حقوقي سلاکارانو بستونو او همدارنګه د فراه ولایت د ارزاقو مدیریت اړوند د یو پنځم بست د ډکولو لپاره واخیستل شوه.
د کارکوونکو چارو مسوول زیاته کړه، چې آزموینه په لیکلي ډول ترسره شوه او د ټاکلي پلاوي له لوري به د ځوابونو پاڼې په شفاف ډول و ارزول شي.
د یادونې وړ ده، ارزاقو امارتي شرکت هڅه کوي، چې د آزادې سیالۍ او د رڼو او شفافو آزموینو له لارې کدري او مسلکي کسان پر دندو وګماري.
