د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د لوګر ولایت پوهنتون لیلیې ته ۱۲ قلمه اړین خوراکي توکي ولیږدول شول؛

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۰:۴۷
Logar

د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو او سوداګریزو فعالیتونو او پلان له مخې؛ ۱۲ قلمه اړین خوراکي توکي د لوګر ولایت پوهنتون لیلیې ته ولیږدول.

د لوګر ولایت د ارزاقو لوی مدیر ښاغلي انجنیر محمدنعیم حبیبي وویل، چې یاد توکي د ارزاقو امارتي شرکت او لوګر پوهنتون ترمنځ د تړون او غوښتنې پر اساس رالېږدول شوي ، چې د ارزاقو مدیریت له‌ خوا د یو ګډ پلاوي په شتون کې د پوهنتون اړوند مسوول ته وسپارل شول.

حبیبي زیاته کړه، چې په یادو خوراکي توکي کې؛ ۲۷۹۲ کیلو ګرامه وریځي، ۷۱۲ کیلو ګرامه لوبیا، ۷۷۲ لېټره مایع غوړي،۱۰ کیلو ګرامه اومه نخود، ۳۰۸ کیلو ګرامه بوره، ۱۷ کیلو ګرامه شین چای، ۹۵کیلو ګرامه رُب، ۶ کیلو ګرامه د دیګ مصاله، ۱۹۰ کیلو ګرامه مالګه، ۳نیم کیلو ګرامه زیره، څه باندې یو کیلوګرامه هیل او دوه نیم کیلو ګرامه زرچوبه شامل دي.

حبیبي همداراز وویل چې سږکال د ارزاقو امارتي شرکت د لوګر پوهنتون سره د اړینو خوراکي توکو د رسونې او لېږد تړون تر لاسه کړی او دا لومړی ځل دی، چې د یاد شرکت له لوري د لوګر پوهنتون لیلیې ته خوراکي توکي لېږدول کېږي.

نوموړي زیاته کړه، چې له دې وړاندې د لوګر پوهنتون لیلیې زده کړیالانو ته د خوړو پر ځای نقدي اعاشه ورکول کېده، خو اوسمهال د اوسېدو او خوړو ترتیبات برابر شوي او ارزاقو امارتي شرکت سره د خوراکي توکو د لېږد او برابرولو قرارداد لري.

د ده په خبره؛ د ارزاقو امارتي شرکت په لوګر ولایت کې درې پروژې پر مخ وړي، چې له دې ډلې د کنجک روغتون، د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند روزنتون او پوهنتون لیلیو ته د اړینو خوراکي توکو لېږد او برابرول شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې تازه خوراکي توکي لکه؛ سبزي او میوه په ورځنۍ توګه د ارزاقو امارتي شرکت له لوري یاد بنسټ ته لېږدول کیږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند د یوه باب مغازې د مزایدې غونډه ترسره شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د غونډو په تالار کې د دې شرکت اړوند د یوه باب مغازې د کرایې ورکولو په موخه د مزایدې غونډه ترسره شوه. په یادې غونډه کې د ارزاقو امارتي شرکت،د امارتي شرکتونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۳۷
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس خوست ولایت ته رسمي سفر وکړ

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې اونۍ په وروستیو کې د یوه دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې خوست ولایت ته سفر وکړ. د یاد سفر موخه د شرکت د اداري چارو، بنسټیزو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د بامیانو پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریزو پلان له مخې؛ تېره ورځ د بامیانو ولایت د پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول.

د بامیانو ولایت د ارزاقو مدیر نعمت الله. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all