ارزاقو امارتي شرکت؛ د اقتصادي ودې پر لور

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۲:۴
office

ارزاقو امارتي شرکت د اسلامي نظام له راتګ سره سم د هېواد په اقتصادي ډګر کې د پام وړ پرمختګ تجربه کړی دی. دغه شرکت نه یوازې د خدماتي چارو د پراختیا لپاره هڅې کوي؛ بلکې د ولسونو د هوساینې، د بې‌کارۍ د کچې د راټیټولو او د ملي اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې هم مهم رول لوبوي.

د شرکت د مسوولینو د معلوماتو له مخې، ارزاقو امارتي شرکت د خپلو فعالیتونو په پراختیا کې شاوخوا ۸۵ سلنه پرمختګ کړی دی. شرکت هڅه کوي، چې د خپلو خدماتو کیفیت لا ښه کړي او د فعالیتونو ساحه پراخه.

شرکت په پام کې لري، چې د بنسټیزو پروژو له لارې نه یوازې دولتي ادارو ته خدمتونه وړاندې کړي؛ بلکې په ښاري سیمو کې ځنځیري مغازې جوړې او د ځایي ولسونو اړتیاوې پوره کړي. ارزاقو امارتي شرکت د لا ډېرو اقتصادي پروژو د ترلاسه کولو هڅه کوي، څو د هېواد د اقتصادي ودې ترڅنګ د بې‌کارۍ کچه راټیټه کړي او د خلکو د ژوند چارې ښې کړي.

اقتصادي کارپوهان باور لري، که ارزاقو امارتي شرکت وکولای شي له ملي او سیمه‌ییزو سوداګرو سره د خوراکي توکو د تولید، وارداتو، خوندیتوب او وېش په برخه کې ګډې طرحې جوړې کړي، نو دا به د شرکت د فعالیتونو کچه تر سل سلنې پورې لوړه کړي او د هېواد په اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کې به ستر رول ولوبوي.

شرکت له ټولو ملي او سیمه‌ ئیزو پانګوالو غوښتنه کوي، چې خپلې پانګې د دغه شرکت د پرمختګ او د ولسونو د هوساینې په لار کې ولګوي. دغه چاره به نه یوازې د هېواد اقتصاد ته وده ورکړي؛ بلکې د ټولنې لپاره به د دوامدارې هوساینې او ثبات زمینه هم برابره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

۱۳ ډوله خوراکي توکي د هرات پوهنتون لیلیې ته انتقال شول

د ارزاقو امارتي شرکت، چې د امارتي شرکتونو عمومي ریاست اړوند دی، د خپلو اساسي فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې ۱۳ ډوله خوراکي توکي د هرات پوهنتون لیلیې ته انتقال او وسپارل.

د هرات. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۱:۶
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس د اداري ودانۍ د رغنیزې پروژې له بهیر څخه لیدنه وکړه

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوی عبدالرازق رفیع نن د یاد شرکت د اداري ودانۍ د رغنیزې پروژې له چارو څخه له نږدې لیدنه او کتنه وکړه.

ښاغلي رفیع د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۰:۲۱
Background image

د پکتیا پوهنتون استادانو ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې، د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ ۱۴ قلمه خوراکي توکي د پکتیا پوهنتون مسافرو استادانو ته. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all