د ارزاقو امارتي شرکت اداري غونډه جوړه شوه؛

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۱۰:۴۵
M

په چارو کې پرمختګونه، د ستونزو د له منځه وړلو او د شرکت د غوره فعالیتونو په اړه د چهارشنبې په ورځ اداري غونډه جوړه شوه، چې مشري يې د ارزاقو امارتي شرکت اجراٸيوي رييس ښاغلي مولوي عبدالرازق رفيع کوله.

په دې اونيزه غونډه کې د مالي او اداري چارو رييس په کډون د نوموړي شرکت آمرينو او مديرانو ګډون کړى وو.

غونډه د سپيڅلي قران په څو مبارکو آياتونو پيل شوه. وروسته بيا د اجنډا له مخې د تېرې غونډې او د اداري چارو پر فعاليتونو او لاسته راغلو نتايجو خبرې او يوه ځغلنده ارزونه وشوه.

په غونډه کې د مالي او اداري، تدارکاتو، سوداګريزو پرمختيا، پلان او پاليسي، د پروژو د تطبیق، د کارکوونکو چارو آمرينو او مديرانو په ترتيب سره خپل نظرونه د غونډې له برخوالو سره شريک او د چارو د پرمختګ په برخه کې هم يو لړ وړانديزونه د شرکت مشرتابه ته وړاندې شول.

د ارزاقو امارتي شرکت اجراٸيوي رييس مولوي عبدالرازق رفيع ټولو کارکوونکو ته په چارو کې د لاپرمختګ یادونه وکړه. وې ویل، چې د مسووليتونو د اداينې ترڅنګ دې هڅه وشي، چې د شرکت بنسټيز خدمتونه او چوپړتیاوې د ولس د خوښۍ او رضایت سبب وګرځي او په دې یون کې موږ وکولای شو، خپل مقصود ته ځان ورسا و.

همدارنګه ښاغلي رفيع د راتلونکي کال د کاري پلان په څرنګوالي باندې هم خبرې وکړې زياته يې کړه، چې ټول په ګډه توګه د نوښتونو په رامنځته کېدو او د ارزاقو شرکت د پرمختګ په موخه اغيزمنو طرحو باندې کار وکړو.

د غونډه په پاى کې د شرکت مشرتابه لخوا يو لړ پرېکړې، غوښتنې او وړانديزونه وشول، چې د شرکت اړوند مسوولینو له لوري د ترسره کولو ډاډ ورکړل شو.

#د_نشراتو_مدیریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د دعوت او ارشاد لوی مدیر خپله دنده پیل کړه

مولوي محمد رمضان عزام د ارزاقو امارتي شرکت د دعوت او ارشاد نوی مدیر په توګه رسماً د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع له ‌خوا د شرکت آمرینو، مدیرانو او کارکوونکو ته ور وپېژندل شو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د ۱۶ ګدامونو د داوطلبۍ غونډه وشوه

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند ۱۶ ګدامونو د کرایې ورکولو په موخه د داوطلبۍ غونډه د دې شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه. په دې غونډه کې درې تنه داوطلبان حاضر وو او د داوطلبۍ په بهیر کې یې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د اجرايوي کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د اجرايوي کمېټې نوبتي غونډه د شرکت د غونډو په خونه کې جوړه شوه. د غونډې مشري د شرکت اجرايوي رييس مولوي عبدالرازق رفيع کوله.

په دې غونډه کې د مالي او اداري. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all