د ارزاقو امارتي شرکت د اجرايوي کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۹:۵۲
Ma

وړمه ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د اجرايوي کمېټې نوبتي غونډه د دې شرکت د غونډو په خونه کې جوړه شوه. د يادې غونډې مشري د شرکت اجرايوي رييس مولوي عبدالرازق رفيع کوله.

په غونډه کې د مالي او اداري چارو رييس مولوي مطیع‌الله مجروح، د سوداګريزو چارو رييس محمد امين صاحب‌زاده او د شرکت اړوند بېلابېلو برخو آمرينو او مديرانو ګډون کړی و.

غونډه د قران کریم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه. وروسته د مالي، تدارکاتو، املاکو او کارکوونکو چارو آمرينو د خپل کاري اړوند موضوعات وړاندې کړل او په اړه یې پراخ بحثونه وشول.

د ارزاقو امارتي شرکت اجرايوي رييس مولوي عبدالرازق رفيع له لوري د ياد شرکت کارکوونکو هڅې وستايل شوې او ټینګار وشو، چې د لا اغېزمنو خدمتونو لپاره باید هلو ځلو ته دوام ورکړل شي.

په غونډه کې پر یو شمېر مهمو موضوعاتو لازمې پرېکړې وشوې او همداراز د تېرې غونډې پرېکړو د تطبیق ارزونه هم ترسره شوه.

غونډه د مالي او اداري چارو رييس مولوي مطیع‌الله مجروح له خوا د دعا په لوستلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د دعوت او ارشاد لوی مدیر خپله دنده پیل کړه

مولوي محمد رمضان عزام د ارزاقو امارتي شرکت د دعوت او ارشاد نوی مدیر په توګه رسماً د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع له ‌خوا د شرکت آمرینو، مدیرانو او کارکوونکو ته ور وپېژندل شو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د ۱۶ ګدامونو د داوطلبۍ غونډه وشوه

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند ۱۶ ګدامونو د کرایې ورکولو په موخه د داوطلبۍ غونډه د دې شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه. په دې غونډه کې درې تنه داوطلبان حاضر وو او د داوطلبۍ په بهیر کې یې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د اجرايوي کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د اجرايوي کمېټې نوبتي غونډه د شرکت د غونډو په خونه کې جوړه شوه. د غونډې مشري د شرکت اجرايوي رييس مولوي عبدالرازق رفيع کوله.

په دې غونډه کې د مالي او اداري. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all