د ارزاقو امارتي شرکت کارکوونکو ته شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو؛

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۱ - ۱۲:۵
off

د ارزاقو امارتي شرکت کارکوونکو ته د (حسابدارۍ اصطلاحاتو) تر سرلیک لاندې روزنیز ورکشاپ پیل شو، چې شپږ ورځې به دوام وکړي.

یاد ورکشاپ د ظرفیت لوړونې مدیریت له لوري تنظیم شوی، چې د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړول او د حسابدارۍ اړوند اصطلاحاتو سره د دوی بلدتیا او پر مفاهیمو یې پوهاوی ترلاسه کول دي.

د ظرفیت لوړونې مدیر میرآغا رشیدي وایي، چې د دې ورکشاپ اصلي موخه د شرکت کارکوونکي د حسابدارۍ له بنسټیزو اصطلاحاتو او مفاهیمو سره آشنا کول دي، ترڅو په راتلونکي کې دوی د حسابدارۍ له نويو سیسټمونو او ټکنالوژۍڅخه اغېزمنه ګټه واخلي.

نوموړی زیاتوي، چې دا ډول پروګرامونه به دوام ومومي او د شرکت نورو کارکوونکو ته به هم ورته روزنیز فرصتونه برابر شي.

د ورکشاپ ګډونوال خوښي څرګندوي وایي، چې د یادې روزنې له لارې به ډېری عملي ستونزې حل شي. دوی غوښتنه وکړه، چې په دوامداره توګه د ټکنالوژۍ، مدیریت او نورو برخو کې ورته روزنیز ورکشاپونه او سیمینارونه هم په لاره واچول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د ظرفیت لوړونې مدیریت له لوري د شرکت کارکوونکو ته د انګلیسي ژبې او کمپیوټر پروګرامونو په برخه کې هم روزنیز کورسونه جوړ شوي وو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۱:۶
Background image

د پکتیکا پوهنتون استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې، د تېرې اوونۍ په ورستیو کې د پکتیکا پوهنتون مسافرو استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکی توکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس غزني ولایت ته سفر وکړ

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې پنجشنبې په ورځ غزني ولایت ته سفر وکړ.

د دغه سفر موخه د شرکت د اداري چارو، د اړوندو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

د میدان وردګو پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د میدان وردګو ولایت د ارزاقو مدیر سید شمس الدین اکبر وویل، چې وړمه ورځ یې د پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.

د نوموړي په وینا؛ په دغو خوراکي توکو کې ۳۷۲ کیلوګرامه وریجې. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all