د املاکو مدیر – د فراه ولایت د ارزاقو لوی مدیریت

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۶ - ۱۴:۳۶
job

Publish Date

Closing Date

Location

Beside of Central Silo, 3rd District, Kabul - Afghanistan

د دندې سرلیک: د املاکو مدیر – د فراه ولایت د ارزاقو لوی مدیریت

اداره: د ارزاقو امارتي شرکت

بست: پنځم

د بست شمېر: ۱ بست

د بست کود:
ARZAQ-1403-193

میاشتنی معاش: د شرکت د معاشونو له سکیل سره سم

د دندې ځای: فراه ولایت

راپور ورکول: د ارزاقو عمومی مدیریت ته

د اعلان نېټه:
۱۴۰۴/۰۲/۰۶

د غوښتنلیک وروستۍ نېټه:
۱۴۰۴/۰۲/۲۷


د دندې د موخې (لنډیز):

د شرکت د املاکي چارو پلي کول، تعقیب، همغږي او تنظیم د اړوندې نمایند‌ګۍ په کچه.


صلاحیتونه او د دندې مسؤلیتونه:

تخصصي دندې:

  1. د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان ترتیب د نمایند‌ګۍ له پلان او د شرکت له اساسنامې سره سم.
  2. د املاکي دفترونو او اړینو فورمونه ترتیبول.
  3. د نافذه قوانینو په رڼا کې د اعلانونو خپرول، داوطلبۍ او مزایدې غونډې تنظیمول، آفرګشايي او ارزونه، د مرکز اړوندې څانګې سره په همغږي او د اضافي جایدادونو په کرایه ورکول او دعوایدو ترلاسه کول.
  4. د نمایندګیو د جایدادونو اسنادونه او قراردادونه ترتیب، طی مراحل او له مرکز سره یې شریکول.
  5. د جایدادونو سجل ثبتول د قرارداد له پیل سره او تسلیمېدل یې قرارداد کوونکي ته.
  6. د نمایندګیو له جایدادونو ساتنه، خوندیتوب او سالمه استفاده کول.
  7. د املاکي عوایدو راټولول د قراردادونو له مخې او ډاډ تر لاسه کول، چې عواید پر وخت بانکي حساب ته انتقال شوي دي.
  8. د قراردادونو د پیل او پای پر وخت اجراات ترسره کول.
  9. د نمایندګیو جایدادونو د پانګوالو د جذب لپاره درجه بندي د سوداګریز موقعیت له مخې ترسره کول.

مدیريتي دندې:

  1. د ټولو املاکي اسنادونو ترتیب او تنظیم د دقیقې احصائیې لپاره.
  2. د موضوعي قوانینو او مقرراتو پلي کول په  املاکي چارو کې د رونټیا رامنځته کول.
  3. په مرکز، ولایتونو او ولسوالیو کې د اضافي جایدادونو د کرایه ورکولو اسنادونو ترتیبول.
  4. د اجرااتو راپورونه ترتیب د لوی مدیریت له تاییدۍ ورسته د مرکز اړوندې څانګې ته پر وخت استول.
  5. نورې دندې چې د لوی مدیر یاد لوړپوړو مقاماتو له لوري د قانون، مقرراتو او ادارې موخو سره سم ورسپارل کېږي، ترسره کول.

 د همغږۍ دندې:

  1. د چارو د ښه انسجام لپاره له اړوندو برخو سره اړیکې او همغږي تأمینول.

 زده کړه، تجربه او مهارتونه:

زده کړه:

  • لږ تر لږه د لیسانس سند لپاره؛ په اقتصاد، اداره، سوداګرۍ، عامه پالیسي، عامه اداره، حقوق، سیاسي علوم یا نورو اړوندو برخو کې.
  • د ماسټري سند لرونکي په ورته څانګو کې لومړیتوب ورکول کېږي.

تجربې:

  • د لیسانس لرونکو لپاره لږ تر لږه ۱ تر ۲ کاله پورې کاري تجربه.

نور مهارتونه:

  • روانې خبرې او لیکنې په ملي ژبو (پښتو یا دري) او انګلیسي ژبې سره  بلدتیا درلودل.
  • په کمپیوټري پروګرامونو کې لکه MS Office, Outlook)) او نورو اړینو انټرنټي او دفتري سافټویرونو باندې مهارت درلودل.
  • اداري، حسابي او مدیریتي مهارتونه درلودل.
  • د نافذه قوانینو سره بشپړ پوهاوی لکه (د کار قانون، د دولتي شرکتونو قانون، د امارتی ارزاق اساسنامه، او نور) درلودل.
  • له دولتي او غیر دولتي ادارو سره د مسلکي اړیکو جوړولو وړتیا درلودل.
  • د مؤثرې اړیکې او تفاهم توانایي درلودل.

د نوماندۍ لارښود:

  • مینوال، چې پورتنی شرایط پوره کولی شي، خپل سی‌وي (CV) د دندې له عنوان او د بست له کود سره په Subject کې د شرکت د کارکوونکو چارو آمریت ته دې تر ۱۴۰۴/۰۲/۲۷ نیټې پورې لاندني برښنالیک ته واستوي.
    jobs@arzaq.gov.af –
  • یادونه: یواځې له هغو کاندیدانو سره به اړیکه نیول کېږي، چې شارټ‌لیست شي.
  • د نورو معلوماتو لپاره، د کارکوونکو چارو آمریت سره په دې شمېر ې اړیکه ونیسي.  020-2500043

Documents

Property Manager, General Directorate of Arzaq, Farah Province

Related VacanciesShow all

Back to vacancies