د بادغیس ولایت د ارزاقو لوی مدیر د کار او ټولنیزو چارو ریاست له اړوند روزنتون څخه څارنه وکړه؛

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۴:۱۸
B

د بادغیس ولایت د ارزاقو لوی مدیر محمدجان یوسفي تېره ورځ د یاد ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند روزنتون ته د پخلي، ډوډۍ برابرولو او وېش بهیر څخه څارنه او ارزونه ترسره کړه. په دې څارنه کې د کار او ټولنیزو چارو او عامې روغتیا ریاستونو استازي هم ورسره ملتیا کوله.

محمدجان یوسفي وايي، چې په دغه روزنتون کې دا مهال ۱۱۶ تنه هلکان او ۵۰ تنه نجونې په جلا برخو کې تر روزنې لاندې دي او اړین خوراکي توکي د ارزاقو امارتي شرکت له لوري برابرېږي.

نوموړي ډاډ ورکړ، چې د روزنتون د لیلیې لپاره د خوراکي توکو برابرول او چمتو کول په منظمه او اغېزمنه توګه روان دي. ده زیاته کړه چې د روزنتون مسوولین د ارزاقو امارتي شرکت له خدمتونو خوښ دي او پوره رضایت لري.

دا په داسې حال کې ده، چې په مرکز او ولایتونو کې د خوراکي توکو د برابرولو او څارنې بهیر د ارزاقو امارتي شرکت له خوا په پرلپسې او دوامداره توګه ترسره کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۱:۶
Background image

د پکتیکا پوهنتون استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې، د تېرې اوونۍ په ورستیو کې د پکتیکا پوهنتون مسافرو استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکی توکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس غزني ولایت ته سفر وکړ

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې پنجشنبې په ورځ غزني ولایت ته سفر وکړ.

د دغه سفر موخه د شرکت د اداري چارو، د اړوندو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

د میدان وردګو پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د میدان وردګو ولایت د ارزاقو مدیر سید شمس الدین اکبر وویل، چې وړمه ورځ یې د پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.

د نوموړي په وینا؛ په دغو خوراکي توکو کې ۳۷۲ کیلوګرامه وریجې. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all