د دندې سرلیک: ساختماني انجنیر

Publish Date
Closing Date
Location
پته: د مرکزي سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل ـ افغانستان
د دندې سرلیک: ساختماني انجنیر
اداره: د ارزاقو امارتی شرکت
بست: ۴
د بست شمېر: ۱
د بست کود: ARZAQ-1403-46
میاشتنی معاش: د شرکت د معاشاتو په دورې کې
د بست ځای: مرکز
د راپور ورکولو اړوند: د املاکو ریاست
د اعلان نیټه: ۲۲ /۱۰/۱۴۰۳
د غوښتنلیک اخیستو وروستۍ نېټه: ۰۴/۱۱/۱۴۰۳
…………………………………………………………………………………………………………………………
د دندې هدف (لنډیز): د امارات ارزاق شرکت د ساختماني پروژو طرحه، ډیزاین او تطبیق مطابق معیارونه.
…………………………………………………………………………………………………………………………
د دندې وړتیاوې او مسئولیتونه:
۱. د شرکت د عمومی پلان سره سم د ساختماني برخې د کار پلان ترتیبول ترڅو ټاکل شوې اهداف ترلاسه شي؛
۲. د ساختماني پروژو لپاره د ساختماني شیتونو محاسبه، برآورد او تنظیمول او د تخنیکي برآورد محاسبه؛
۳. د شرکت د ساختماني پروژو لپاره د انجنیرۍ ډیزاین او د نوي معیاري ډیزاینونو جوړول؛
۴. د ساختماني نقشه ګانو ترتیب او ترمیم کول؛
۵. د ساختماني کار حجمو برآوردول د قیمت مشخصاتو سره؛
۶. د شرکت د ټولو ساختماني چارو همغږي او نظارت؛
۷. د انجنیرۍ اړخونو په پام کې نیولو سره د پروژو تطبیق او ډیزاین نقشه سره سم پروژه ترسره کول؛
۸. د بیارغونې لاندې پروژو ارزونه د جوړ شوي ډیزاین سره سم؛
۹. د پروژو لپاره د ساختماني موادو تدقیق کول او د ساختماني معیارونو سره سم؛
۱۰. د ساختماني پروژو لپاره اړوند دوسیو ترتیب او ساتل؛
۱۱. د ادارې د اهدافو او پروګرامونو تطبیق د ساختماني معیارونو سره سم؛
۱۲. د پروژې پیل مخکې د انجنیرانو سره تخنیکي همغږي؛
۱۳. د ساختماني کار حجم او ډیزاین جوړول؛
۱۴. د شرکت ټولو واحدونو او بهرنیو ادارو سره همغږي د فعالیتونو ښه ترسره کولو لپاره؛
۱۵. د شرکت مشرۍ ته د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور ورکول؛
۱۶. د اړونده چارواکو لخوا د قوانین او مقرراتو سره سم نورې دندې ترسره کول.
…………………………………………………………………………………………………………………………
تحصیلات، تجربه او مهارتونه:
- لږ تر لږه د لیسانس سند په یوه اړوند رشته (سیول انجینرۍ او نور اړوند برخې) او د ماستري سند په اړوند رشته ترجیح لري.
- د لیسانس لپاره لږ تر لږه څلور کاله تجربه؛ د ماستري لپاره لږ تر لږه درې کاله تجربه.
- د ملي ژبو (پښتو او دری) په ویلو او لیکلو کې بشپړ مهارت او د انګلیسي ژبې سره اشنايي؛
- د کمپیوټر پروګرامونو (AutoCAD, Civil 3D, 3d Max, Microsoft Project, MS Office، او نور اړوند پروګرامونه) سره مهارت؛
- د مدیریت مهارت؛
- د هیواد د قوانینو سره بشپړ پوهه؛
- د دولتي او غیر دولتي ادارو سره مسلکي اړیکې جوړولو وړتیا؛
- د خبرو او پوهیدلو وړتیا.
د کاندیدانو لارښود:
هغه کاندیدان چې شرایط لري کولی شي خپل سی وي (CV) د وظیفې عنوان او د بست کود سره په (Subject) کې د ایمیل آدرس jobs@arzaq.af ته ولیږي.
وروستۍ نېټه: ۰۴/۱۱/۱۴۰۳
یادونه: یوازې له هغو کاندیدانو سره چې په لنډه لېست کې شامل شوي وي اړیکه نیول کیږي.