د سیدجمال الدین افغان پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۲:۵۷
K

 ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، سوداګریز پلان او د ۱۴۰۴ مالي کال د منظور شوي پلان پر بنسټ؛ د کونړ ولایت د سیدجمال الدین افغان پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول.

د کونړ د ارزاقو مدیر کریم خان کلیوال وویل، چې دتېرې پنجشنبې په ورځ یې د پوهنتون لیلیې ته یاد خوراکي توکي د اړتیاوو په اساس لېږدولي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه خوراکي توکي د دواړه لوري د کتنې پلاوي په شتون کې د پوهنتون اړوند مسوول ته وسپارل شول.

ده څرګنده کړه، چې په یادو خوراکي توکو کې ۴۵۰۰ کیلوګرامه وریجې، ۱۵۰۰ کیلوګرامه غوړي، ۱۰۰۰ کیلوګرامه لوبیا، ۴۰۰ کیلوګرامه د خواړو مالګه، ۳۰ کیلوګرامه شین چای، ۷۰۰ کیلوګرامه بوره، ۸ کیلوګرامه زیره، ۱۵ کیلوګرامه د دیګ مساله، ۱۵۰ کیلوګرامه رُب او ۲ کیلوګرامه د چای هیل شامل دي.

د کونړ د ارزاقو مدیر په وینا؛ د سیدجمال الدین افغان پوهنتون مسوولینو د ارزاقو امارتي شرکت له هڅو خوښي څرګنده کړې او د شرکت خدمتونه یې ستایلي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۱:۶
Background image

د پکتیکا پوهنتون استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې، د تېرې اوونۍ په ورستیو کې د پکتیکا پوهنتون مسافرو استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکی توکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس غزني ولایت ته سفر وکړ

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې پنجشنبې په ورځ غزني ولایت ته سفر وکړ.

د دغه سفر موخه د شرکت د اداري چارو، د اړوندو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

د میدان وردګو پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د میدان وردګو ولایت د ارزاقو مدیر سید شمس الدین اکبر وویل، چې وړمه ورځ یې د پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.

د نوموړي په وینا؛ په دغو خوراکي توکو کې ۳۷۲ کیلوګرامه وریجې. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all