د غزني ولایت د ارزاقو مدیریت د کارکوونکو کړنې وارزول شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۱ - ۱۱:۶
office

د غزني ولایت د ارزاقو لوی مدیر قاري عبدالباسط ابوطارق وایي، چې د دې مدیریت د کارکوونکو کړنې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې لخوا وڅارل او وارزول شوې.

نوموړي زیاتوي، دغه څارنه او ارزونه د رییس ‌الوزرا د هدایت پر اساس په ټولو ملکي ادارو کې پیل شوې، چې له ډلې یې د غزني ارزاقو مدیریت هم شامل ؤ.

ده وویل، چې د څارنې او ارزونې په جریان کې د یاد مدیریت د درې تنه کارکوونکو کاري پلانونه، کلني راپورونه او نور اړوند اداري اسناد د مستقیمو آمرینو او د ولایتي کمېټې په شتون کې وارزول شول.

قاري ابوطارق څرګنده کړه، چې په دې کمېټه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو، د ولایت مقام استازو او د اړوندې ادارې مستقیم آمرین شامل وو، چې د یاد مدیریت د کارکوونکو کړنې وارزولې.

نوموړي ډاډ ورکړ، چې د څارنې او ارزونې پایلې له ورایه مثبتې وې او ټاکل شوې ده ،چې د کمېټې له غور او بررسۍ وروسته به په ډاګه شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۱:۶
Background image

د پکتیکا پوهنتون استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې، د تېرې اوونۍ په ورستیو کې د پکتیکا پوهنتون مسافرو استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکی توکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس غزني ولایت ته سفر وکړ

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې پنجشنبې په ورځ غزني ولایت ته سفر وکړ.

د دغه سفر موخه د شرکت د اداري چارو، د اړوندو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

د میدان وردګو پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د میدان وردګو ولایت د ارزاقو مدیر سید شمس الدین اکبر وویل، چې وړمه ورځ یې د پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.

د نوموړي په وینا؛ په دغو خوراکي توکو کې ۳۷۲ کیلوګرامه وریجې. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all