د ولایتي مدیریتونو اړوند خالي بستونو لپاره تقریري آزموینه واخیستل شوه؛

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۲۸
J

د ارزاقو امارتي شرکت د ۷ ولایتونو؛ کندهار، فراه، بدخشان، بغلان، میدان وردګ، بلخ او غور د ارزاقو مدیریتونو اړوند د خالي بستونو د ډکولو په موخه څو ورځې وړاندې تحریري آزموینه اخیستل شوې وه، چې ۶۲ کسانو په کې ګډون کړی و.

د تحریري آزموینې په دوام؛ وړمه او نن ورځ له هغو نوماندانو څخه چې لوړې نمرې یې ترلاسه کړې وې، تقریري (مرکه‌ یي) آزموینه هم واخیستل شوه.

یاده مرکه‌ یي آزموینه د ارزاقو امارتي شرکت د مالي او اداري چارو رییس مولوي مطیع الله مجروح، د سوداګریزو چارو رییس محمدامین صاحبزاده، د آزمویني کمېټې د پلاوو له ‌خوا او د امارتي شرکتونو د لوی ریاست د استازي عزیزاحمد نظري په شتون کې واخیستل شوه.

د کارکوونکو چارو سرپرست آمر ښادي ګل صاحبزاده وايي، چې د ۷ ولایتونو د ارزاقو مدیریتونو پورې اړوند خالي بستونو لپاره شپږ ورځې وړاندې تحریري آزموینه ترسره شوې وه، چې له ۶۲شمېر ګډونوالو څخه ۲۸ تنه نوماندانو، چې لوړې نمرې یې ترلاسه کړې وې د اړوندو بستونو لپاره تقریري آزموینې ته را غوښتل شوي وو.

نوموړي زیاته کړه، چې یوازې د فراه ولایت د ارزاقو مدیریت اړوند خالي بست ته هېڅ یو نوماند ونشو کړای، چې په لیکلې آزموینه کې لازمې نمرې ترلاسه کړي.

د هغه په خبره؛ د یادو ولایتونو د ارزاقو مدیریتونو پورې اړوند خالي بستونو کې د مالي، اداري او املاکو او یو عمومي مدیریت شامل و.

یادونه باید وشي، چې ارزاقو امارتي شرکت هڅه کوي، ترڅو د شفافو او عادلانه سیالیو له لارې مسوولیتونه وړ، تخصصي او مسلکي کسانو ته وسپاري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند د یوه باب مغازې د مزایدې غونډه ترسره شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د غونډو په تالار کې د دې شرکت اړوند د یوه باب مغازې د کرایې ورکولو په موخه د مزایدې غونډه ترسره شوه. په یادې غونډه کې د ارزاقو امارتي شرکت،د امارتي شرکتونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۳۷
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس خوست ولایت ته رسمي سفر وکړ

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې اونۍ په وروستیو کې د یوه دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې خوست ولایت ته سفر وکړ. د یاد سفر موخه د شرکت د اداري چارو، بنسټیزو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د بامیانو پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریزو پلان له مخې؛ تېره ورځ د بامیانو ولایت د پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول.

د بامیانو ولایت د ارزاقو مدیر نعمت الله. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all