په ننګرهار ولایت کې د ارزاقو امارتي شرکت د نوي سوداګریز مارکیټ د جوړېدو چارې روانې دي

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۱:۴۹
Nan

د ننګرهار ولایت د ارزاقو لوی مدیر ښاغلي محمد نادر نعمان ویلي، چې د ارزاقو امارتي شرکت اړوند ملکیت کې د نوي سوداګریز مارکیټ د جوړېدو چارې په ښه توګه پرمخ روانې دي.

ښاغلي نعمان زیاته کړه، چې د یاد مارکیټ د دریم پوړ د چت کانکریټ تېره ورځ د ښارجوړونې، ښاروالۍ او د ارزاقو امارتي شرکت د فني او مسلکي څارونکو په حضور کې واچول شو.

نوموړي څرګنده کړه، چې دغه نوي جوړیدونکي سوداګریز مارکیټ د ارزاقو امارتي شرکت له جایدادونو پورې تړاو لري، چې د ۱۴۰۲ هـ.ل کال په لړ کې له شهزاده ساپي خصوصي شرکت سره د جوړیدو قرارداد یې شوی او په مشارکتي ډول جوړیږي. دیاد سوداګریز مارکیټ مساحت ۱۶۵۰ متره مربع ښودل شوی دی.

هېره دې نه وي، چې ارزاقو امارتي شرکت خپل فعالیتونه؛ د سوداګریزو پلانونو او اهدافو پر بنسټ چټک کړي دي، چې د تېر نظام په پرتله په چارو کې له ۸۰ سلنې زیات پرمختګ تر سترګو کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند د یوه باب مغازې د مزایدې غونډه ترسره شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د غونډو په تالار کې د دې شرکت اړوند د یوه باب مغازې د کرایې ورکولو په موخه د مزایدې غونډه ترسره شوه. په یادې غونډه کې د ارزاقو امارتي شرکت،د امارتي شرکتونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۳۷
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس خوست ولایت ته رسمي سفر وکړ

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې اونۍ په وروستیو کې د یوه دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې خوست ولایت ته سفر وکړ. د یاد سفر موخه د شرکت د اداري چارو، بنسټیزو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د بامیانو پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریزو پلان له مخې؛ تېره ورځ د بامیانو ولایت د پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول.

د بامیانو ولایت د ارزاقو مدیر نعمت الله. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all