د کونړ ولایت د ارزاقو لوی مدیر د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند روزنتون له لیلې څارنه ترسره کړه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۹:۹
Kunar

د کونړ ولایت د ارزاقو لوی مدیر کریم خان کلیوال وایي، چې وړمه ورځ یې د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند روزنتون د لیلې له پخلنځي څخه څارنه وکړه.

هغه څرګنده کړه، چې یاده څارنه د خدمتونو د کیفیت د لوړوالي، د چارو د سمبالښت او د خنډ او ځنډ د مخنیوي په موخه ترسره شوې ده.

کلیوال زیاته کړه، چې د څارنې پر مهال یې د روزنتون او د لیلې له مسوولینو سره خبرې وکړې، د هغوی نظرونه او غوښتنې یې واورېدې او د پخلي چارو د لا ښه والي لپاره یې آشپزانو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

د ارزاقو مدیر وویل، چې د څارنې په پای کې د روزنتون او د لیلې مسوولینو د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د وړاندې شویو خدمتونو ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې دوی به هم د خپلو همکاریو بهیر ته دوام ورکړي.

هېره دې نه وي، چې په مرکز او ولایتونو کې د ارزاقو امارتي شرکت د پروژو له تطبیق څخه په دوامداره توګه څارنه او نظارت ترسره کیږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۱:۶
Background image

د پکتیکا پوهنتون استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې، د تېرې اوونۍ په ورستیو کې د پکتیکا پوهنتون مسافرو استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکی توکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس غزني ولایت ته سفر وکړ

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې پنجشنبې په ورځ غزني ولایت ته سفر وکړ.

د دغه سفر موخه د شرکت د اداري چارو، د اړوندو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

د میدان وردګو پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د میدان وردګو ولایت د ارزاقو مدیر سید شمس الدین اکبر وویل، چې وړمه ورځ یې د پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.

د نوموړي په وینا؛ په دغو خوراکي توکو کې ۳۷۲ کیلوګرامه وریجې. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all