د بلخ ولایت د ارزاقو لوی مدیر د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند د نجونو روزنتون وڅارنه؛

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۱:۲۹
Arz

د بلخ ولایت د ارزاقو لوی مدیر ښاغلی محمدکاظم مهدي یار وویل، چې تېره اوونۍ یې د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند د نجونو له روزنتون څخه لیدنه او څاره وکړه. نوموړي د دې لیدنې موخه د پخو شویو خوړو د وېش بهیر څارنه وبلله.

ښاغلي مهدي یار زیاته کړه: مخکې په یاد روزنتون کې د نجونو شمېر لږ ؤ او د هغوی د خوړو  اړتیا له نارینه‌ وو څانګې څخه پوره کېده؛ خو اوس مهال د نجونو شمېر نږدې ۵۰ تنو ته رسېدلی، د شرکت په مرسته مستقل پخلنځی د ټولو اړینو وسایلو سره جوړ شوی دی. سربېره پردې  یو مسلکي آشپز او د هغه یو مرسته‌کوونکی هم دې برخې ته ګمارل شوي دي.

نوموړي ډاډ ورکړ، چې د نجونو څانګې لپاره د خوراکي توکو  لېږد په ښه توګه روان دی او تر دې دمه یې په دې برخه کې هېڅ ډول ستونزه یا شکایت نه‌دی شوې.

د بلخ ولایت د ارزاقو د مسئولینو په وینا؛د خوراکي توکو د لېږدونې بهیر باندې هره اوونۍ څارنه کېږي، تر څو ډاډ ترلاسه شي، چې توکي په سمه توګه وېشل کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د دعوت او ارشاد لوی مدیر خپله دنده پیل کړه

مولوي محمد رمضان عزام د ارزاقو امارتي شرکت د دعوت او ارشاد نوی مدیر په توګه رسماً د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع له ‌خوا د شرکت آمرینو، مدیرانو او کارکوونکو ته ور وپېژندل شو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د ۱۶ ګدامونو د داوطلبۍ غونډه وشوه

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند ۱۶ ګدامونو د کرایې ورکولو په موخه د داوطلبۍ غونډه د دې شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه. په دې غونډه کې درې تنه داوطلبان حاضر وو او د داوطلبۍ په بهیر کې یې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د اجرايوي کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د اجرايوي کمېټې نوبتي غونډه د شرکت د غونډو په خونه کې جوړه شوه. د غونډې مشري د شرکت اجرايوي رييس مولوي عبدالرازق رفيع کوله.

په دې غونډه کې د مالي او اداري. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all