اته قلمه خوراکي توکي د تخار پوهنتون لیلیې ته ولېږدول شول

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۳:۲۹
Tak

د تخار ولایت د ارزاقو مدیریت له لوري د دې ولایت د پوهنتون لیلیې ته ۸ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول.

د تخار ولایت د ارزاقو لوی مدیر عبدالرحمن صاحبزاده وایي، چې یاد خوراکي توکي وړمه ورځ د کندز ولایت له ګدامونو څخه د دې ولایت د ارزاقو امارتي شرکت له‌ خوا انتقال شول او د پوهنتون د لیلیې اړوند مسوول ته وسپارل شول.

نوموړي زیاته کړه، چې په دې خوراکي توکو کې۱۴۵۷۰کیلوګرامه وریجې، ۹۹۲ کیلوګرامه مالګه، ۱۸کیلوګرامه زیره، ۱۲ کیلوګرامه زردچوبه، ۳۱ کیلوګرامه د قورمې مصاله، ۱۶۱۲ کیلوګرامه بوره، ۹۳ کیلوګرامه شین چای او ۳ کیلوګرامه د چای هیل شامل دي.

ښاغلي صاحبزاده وویل، چې یاد خوراکي توکي د کتني پلاوي په شتون کې د لیلیې ډېپو اړوند مسوول ته وسپارل شول

نوموړي ډاډ ورکړ، چې د پوهنتون مسوولینو د خوراکي توکو د لېږد بهیر څخه خوښي څرګنده کړې او د ارزاقو امارتي شرکت له هڅو يې ستاینه کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې د خوراکي توکو د لېږد، وېش او څارنې بهیر د ارزاقو امارتي شرکت د ولایتي مدیریتونو له‌ خوا په ټولو ولایتونو کې په دوامداره توګه ارزول کیږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د دعوت او ارشاد لوی مدیر خپله دنده پیل کړه

مولوي محمد رمضان عزام د ارزاقو امارتي شرکت د دعوت او ارشاد نوی مدیر په توګه رسماً د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع له ‌خوا د شرکت آمرینو، مدیرانو او کارکوونکو ته ور وپېژندل شو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د ۱۶ ګدامونو د داوطلبۍ غونډه وشوه

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند ۱۶ ګدامونو د کرایې ورکولو په موخه د داوطلبۍ غونډه د دې شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه. په دې غونډه کې درې تنه داوطلبان حاضر وو او د داوطلبۍ په بهیر کې یې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د اجرايوي کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د اجرايوي کمېټې نوبتي غونډه د شرکت د غونډو په خونه کې جوړه شوه. د غونډې مشري د شرکت اجرايوي رييس مولوي عبدالرازق رفيع کوله.

په دې غونډه کې د مالي او اداري. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all