د ارزاقو امارتي شرکت له لوري ۹ قلمه خوراکي توکي د بلخ ولایت د امام ابو یوسف (رح) دیني جامعې ته ولېږدول شول

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۱:۹
office

د بنسټیزو فعالیتونو، سوداګریزو پلانونو او د ۱۴۰۴ مالي کال د تائید شوي پلان له مخې، د ارزاقو امارتي شرکت له خوا ۹ قلمه خوراکي توکي د بلخ ولایت د امام ابو یوسف (رح) دیني جامعې ریاست ته  لېږدول شوي دي.

د بلخ د ارزاقو لوی مدیرمحمد کاظم مهدي‌ یار څرګنده کړه، چې دغه خوراکي توکي تېره ورځ د کتنې پلاوي په شتون کې  د یادې دیني جامعې اړوند مسوول ته تسلیم شول.

هغه زیاتوي چې، په دغو خوراکي توکو کې ۱۱۱۵۰ کیلو ګرامه وریجې، ۱۲۳۳ کیلو ګرامه بوره، ۳۷۹.۶۰۰ کیلو ګرامه رُب، ۷۱ کیلو ګرامه شین چای، ۲۳.۷۲۵ کیلو ګرامه د دیګ مصاله، ۷۵۹.۲۰۰ کیلو ګرامه مالګه، ۹.۴۹۰ ګرامه زرد چوبه، ۱۴.۲۳۵ کیلو ګرامه زیره او ۲ کیلو ګرامه د چای هیل شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې د خوراکي توکو د لېږد، وېش او څارنې بهیر د ارزاقو امارتي شرکت د ولایتي مدیریتونو له‌ خوا په ټولو ولایتونو کې په دوامداره توګه ارزول کیږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د دعوت او ارشاد لوی مدیر خپله دنده پیل کړه

مولوي محمد رمضان عزام د ارزاقو امارتي شرکت د دعوت او ارشاد نوی مدیر په توګه رسماً د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع له ‌خوا د شرکت آمرینو، مدیرانو او کارکوونکو ته ور وپېژندل شو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د ۱۶ ګدامونو د داوطلبۍ غونډه وشوه

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند ۱۶ ګدامونو د کرایې ورکولو په موخه د داوطلبۍ غونډه د دې شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه. په دې غونډه کې درې تنه داوطلبان حاضر وو او د داوطلبۍ په بهیر کې یې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د اجرايوي کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د اجرايوي کمېټې نوبتي غونډه د شرکت د غونډو په خونه کې جوړه شوه. د غونډې مشري د شرکت اجرايوي رييس مولوي عبدالرازق رفيع کوله.

په دې غونډه کې د مالي او اداري. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all