د ارزاقو امارتي شرکت د اجرايوي کمېټې غونډه جوړه شوه

وړمه ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې غونډه د دې شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه، چې مشري یې د شرکت اجرائیوي رییس الحاج مولوي عبدالرازق رفيع کوله.
په دغه غونډه کې د مالي او اداري چارو رییس مولوي مطيعالله مجروح، د سوداګريزو چارو رییس محمدامین صاحب زاده او د شرکت اړوند د بېلابیلو برخو آمرینو او مدیرانو ګډون کړی و.
غونډه د قران کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه. ورپسې، د مالي، تدارکاتو، املاکو، پروژو د تطبیق، خدماتو، سوداګريزې پراختیا، دکارکوونکو چارو، کنټرول، داخلي پلټنې، پلان او پالیسي برخو اړوند مسوولینو خپل لنډ او مفصل راپورونه د غونډې ګډونوالو ته واورول.
همداراز د شرکت مسوولینو د خپلو اړوند برخو د ستونزو د حل او پرمختګ لپاره یو لړ وړاندیزونه او غوښتنې د ارزاقو امارتي شرکت مشر ته وړاندې کړل.
د شرکت اجرائیوي رییس الحاج مولوي عبدالرازق رفیع د ټولو مسوولینو له هڅو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د لا اغېزمنو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره باید نه ستړې کېدونکې هڅې دوام ولري. نوموړي زیاته کړه، چې نننی پرمختګ د همدې هڅو پایله ده.
په غونډه کې پر یو شمېر مهمو موضوعاتو لازمې پرېکړې هم وشوې. غونډه د مالي او اداري چارو ريیس مولوي مطیع الله مجروح له خوا د دعا په لوستلو پای ته ورسېده.