د بدخشان پوهنتون لیلیې ته ۹ قلمه خوراکي توکي ولیږدول شول

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۲۲
Ba

د بدخشان ولایت د ارزاقو لوی مدیر فضل الرحمن فضلي وايي، چې د کندز ولایت د ارزاقو مدیریت له ګدامونه څخه ۹ قلمه د اړتیا وړ خوراکي توکي را بار او وړمه ورځ یې د بدخشان پوهنتون لیلیې ته لېږدولي دي.

نوموړی زیاتوي؛ چې په یادو خوراکي توکو کې ۱۹۸۰۰ کیلوګرامه وریجي، ۶۴۳۵ کیلوګرامه مایع غوړي، ۲۴۷۵ کیلوګرامه بوره، ۱۴۸ کیلوګرامه شین چای،۹۹۰ کیلوګرامه د رومیو رُب، ۱۹ کیلوګرامه زردچوبه، ۴۹ کیلوګرامه د دیګ مساله، ۲۹ کیلوګرامه زیره او ۵ کیلوګرامه د چای هیل شامل دي.

فضلي څرګنده کړه، چې یاد خوراکي توکي د دواړو لوري د کتنې پلاوو په شتون کې د بدخشان پوهنتون د لیلیي اړوند مسوول ته تسلیم شول.

همداراز د بدخشان پوهنتون اداري پلاوي د ارزاقو امارتي شرکت له هڅو مننه کړې او له خدماتو یې خوښي څرګنده کړې ده.

یاده دې وي، چې د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو په دوام کې، د هېواد د پوهنتونونو لیلیو او نورو ادارو سره د شویو قراردادونو له مخې؛ خوراکي توکي په منظم ډول لېږدوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د دعوت او ارشاد لوی مدیر خپله دنده پیل کړه

مولوي محمد رمضان عزام د ارزاقو امارتي شرکت د دعوت او ارشاد نوی مدیر په توګه رسماً د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع له ‌خوا د شرکت آمرینو، مدیرانو او کارکوونکو ته ور وپېژندل شو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د ۱۶ ګدامونو د داوطلبۍ غونډه وشوه

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند ۱۶ ګدامونو د کرایې ورکولو په موخه د داوطلبۍ غونډه د دې شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه. په دې غونډه کې درې تنه داوطلبان حاضر وو او د داوطلبۍ په بهیر کې یې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د اجرايوي کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د اجرايوي کمېټې نوبتي غونډه د شرکت د غونډو په خونه کې جوړه شوه. د غونډې مشري د شرکت اجرايوي رييس مولوي عبدالرازق رفيع کوله.

په دې غونډه کې د مالي او اداري. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all