د ارزاقو امارتي شرکت د اجرايوي کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

وړمه ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د اجرايوي کمېټې نوبتي غونډه د دې شرکت د غونډو په خونه کې جوړه شوه. د يادې غونډې مشري د شرکت اجرايوي رييس مولوي عبدالرازق رفيع کوله.
په غونډه کې د مالي او اداري چارو رييس مولوي مطیعالله مجروح، د سوداګريزو چارو رييس محمد امين صاحبزاده او د شرکت اړوند بېلابېلو برخو آمرينو او مديرانو ګډون کړی و.
غونډه د قران کریم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه. وروسته د مالي، تدارکاتو، املاکو او کارکوونکو چارو آمرينو د خپل کاري اړوند موضوعات وړاندې کړل او په اړه یې پراخ بحثونه وشول.
د ارزاقو امارتي شرکت اجرايوي رييس مولوي عبدالرازق رفيع له لوري د ياد شرکت کارکوونکو هڅې وستايل شوې او ټینګار وشو، چې د لا اغېزمنو خدمتونو لپاره باید هلو ځلو ته دوام ورکړل شي.
په غونډه کې پر یو شمېر مهمو موضوعاتو لازمې پرېکړې وشوې او همداراز د تېرې غونډې پرېکړو د تطبیق ارزونه هم ترسره شوه.
غونډه د مالي او اداري چارو رييس مولوي مطیعالله مجروح له خوا د دعا په لوستلو پای ته ورسېده.